کور / راپور / دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دیوولسمي غونډي رپوټ

دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دیوولسمي غونډي رپوټ

د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير یوولسمه اونيزه غونډه د ١٣٨٧ ل کال د زمري په ٢٦ نېټه    د کابل په استقلال لېسه کي د فرانسي د فرهنګي مرکز په تالار کي جوړه شوه . د غونډي مشران مېلمانه استاد سعدالدين شپون او په هالنډ کي دافغانانو دکلتوري ټولني داقتصاد دڅانګي مسوول ډاکتر عابد و.

   غونډه چي چلونکي يي ډاکټره رابعه غرشين وه ، د طوبی ندا ساپۍ له خوا د تېري غونډي د رېپورټ په لوستلو پيل شوه ورپسي د تل په شان د بهير پر کاري موضوعاتو خبري اتري وشوي . ورپسي ډاکتر عابد خبري وکړي او دمیرمن کلتوري بهیر جوړیدل یي یو ستر بدلون وباله.ده زیاته کړه: هر څوک حق لري پخپله ژبه خبري او لیکل وکړي او ټولني جوړي کړي زه څوکاله کیږي په دي څیړنه بوخت یم چي ولي زیاتره پښتانه پخپله ژبه خبري نه کوي ما ته دیوه اروا پوه په توګه څرګنده شوه چي به سلو کي ۹۸ پښتانه ویریږي او له نورو سره پخپله ژبه خبري نه کوي ، دا ویره باید ختمه شي ، چي دا داجتماعي اروا پوهني له نظره ډیر زیانونه لري.

   وروسته شپون صيب د کيسه ليکني د اړتيا او د کيسي د جوړښت په اړه خبري وکړي هغه وويل ، انسان دي ته اړتيا لري چي خپل حال بيان کړي ځيني يي له نورو سره په عادي خبرو بيانوي ، ځيني داسي وي چي له ځانه سره غږېږي ( سودايي وي) خو ځيني نور بيا دا هرڅه په داسي يوه انداز ليکي چي نور يي له لوستلواو اورېدلو څخه خوند اخلي چي کيسه ليکنه هم  همداسي يو بيان دی چي ليکوال يي د يوه حالت د بيانولو لپاره ليکي او لوستونکی يي د خپلي خوښۍ لپاره لولي نو ځکه يو پر بل احسان نشي کولی .

شپون صيب د کيسي د جوړښت په برخه کي د صحني انځورول ، د کرکټرونو معرفي ، تلوسه او تسلسل مهم وبلل او په اړوندو برخو کي يي بېلا بېلي څرګندوني وکړي او زياته يي کړه چي د کيسي پايله بايد پر تصادف نه وي ولاړه .

د غونډي په درېمه برخه کي د طوبی ندا کيسه کره کتني ته وړاندي شوه . نداد خپلي کيسي يوه يوه کاپي پر ګډون کونکو ووېشله.

د ندا دکيسي سرليک( آی ډي)  و ، کيسه پر يوي محصلي څرخېده چي ښکلا نومېده او په ليليه کي يي ژوندکاوه . دښکلا د کوټي کړکۍ دسرک خواته وي او دي سرک ته هره شپه ګڼ شمېر محصلين د هلکانو له ليليي څخه راځي او د سرک د څراغونو رڼا ته سبق وايي ، د دوی په مېنځ کي يو هلک وي چي تل سپيني جامي اغوندي  او ښکلا ورسره مينه لري ، نوموړی په کيسه کي ځای ځای د سپينو جامو د هلک په نامه ياد شوی . هلک د ښکلا پر مينه خبر نه وي  ښکلا هم هغه نه پېژني  خو هره شپه يي د خپلي کوټي له کړکۍ څخه څاري ، د کيسي په پای کي معلومېږي چي هغه د سپينو جامو هلک د ښکلا د خورنڼي پلوشي ، نامزاد وي چي سعيد نومېږي. سعيد سره د ښکلا د پيژندګلوۍ لامل د هغه دا آی ډي ګرځي : i_miss_u@yahoo.com

         کره کتنه زرغوني رحمتي په خپل نظر پيل کړه : هغي وويل : ښه ليکنه هغه ده چي اورېدونکی تر خپلي اغېزي لاندي راولي او د ندا په کيسه کي دا خصوصيت و نو ځکه زما ډېره خوښه شوه . راحېلي نوري وويل کيسه ښکلي وه خو ځيني انګرېزي اصطلاحات  پکي کارول شوي و ، رابعي غرشين يي په ځواب کي وويل : زما په نظرکيسه کي انګلېسي اصطلاحات د کيسي له روحيي سره برابر  راغلي او اضافي نه ښکاري ، ماريا صديقي وويل : کيدای شي موږ د دي انګلېسي کلمو معادل پښتو کلمي ولټوو او وي کاروو .

محبوب الله محبوب وويل: زه دا ډيره موده کېږي چي د کيسو په اړه څېړني کوم او په دغه ترڅ کي مي ډېري کيسي لوستي دي  ، نو زه خو وايم چي که د صفيه حليم اوپروين ملال په شان پخوانۍ ( مجربې) ليکوالاني پرېږدو نو په ځوانو ليکوالو کي ما تر اوسه دومره ښکلي کيسه نه وه ليدلي ، د ندا په کيسه کي د سايکولوژۍ له اړخه د نجونو حالت ډېر ښه بيان شوی و ، پېښه يا غوټه ډېره په ښه توګه راغلي وه بل داچي په کيسه کي داسي څه نه وو چي په عادي ژوند کي دي ناشوني وي ،  کابل ، ليليه ، محصلين دا ټول هغه څه دي چي موږ يي هره ورځ ليدی شو او خيالي څه پکي نه وو همداراز په کيسه کي بغاوت شوی و خو په ځای او چوکاټ کي دننه بغاوت چي کيسي ته يي ښکلا وربښلي وه خو په يو ځای کي ويل شوي و چې( ښکلا له ليليي ووته ښايسته ډير مزل يي وکړ او د پایي له څنګه يي کتابچه پورته کړه) داسي حال کي چي د برق نوموړي پايه ليليي ته نږدي وه  .

ندا يي په ځواب کي وويل : که چېري د ليليي موقعيت وليدل شي نو دروازه د ليليي شمال ته ده او دا سرک جنوب ته غزېدلی او له دروازي بيا تر سرکه ډېره فاصله ده .

محبوب وويل چي دا هرڅه بايد په کيسه کي واضیح شوي وای ، نوره زما د ندا کيسه خوښه شوه او د لومړۍکيسي يي مبارکي ورکوم .

ورپسي د خبرو مزی ليوال صيب واخيسته او بحث يي داسي پسي وغزاوه : که څه هم زه په کيسه ډېر نه پوهېږم خو بيا هم يو څو خبري لرم لومړی خو داچي په کيسه کي ليد لوری ډير مهم دی چي په دي کيسه کي د ښکلا ليد لوری تر پايه ساتل شوی دی ، د انګرېزي کلمو په اړه بايد ووايم ځيني داسی کلمي شته چي موږ ورته په پښتو کي معادل لغتونه نه لرو لکه chat خو په دي صورت کي کولی شو هغه په پښتو تورو وليکو لکه (چت)  او ځيني وخت بيا دا کار هم نه شو کولی لکه د بريښناليک د پتي د ليکلو پر مهال چي بايد په انګرېزي وليکل شي . بله داچي د ندا د کيسي ژبه ښه او معياري وه ، جملي يي لنډي وي خو په يو ځای کي که د برق د پايي په ځای د برېښنا ستن راغلي وای دابه ښه وای . ندا چي تازه يي پر کيسه ليکني پيل کړی ، زما وړوانديز ورته دا دی چي پر داسی موضوعاتو کيسه وليکي چي تل پاتي وي  د دي کيسي موضوع مينه وه ، مينه کيدی شي بيا بيا کيسو کي  تکرار شي  او يو وخت خدای مکړه د ندا کيسه  هېره شي او کيسه بايد ئره پر تصادف نه وي ولاړه .

ورپسي ډاکټر صيب خوشال روهي خپل نظر داسي څرګند کړ : زما په نظر دا د ندا لومړۍ تجربه نه ده ځکه ، که ندا دمخه لنډه کيسه نه ده ليکلي خو ناول يي ليکلی دی ، د ندا دا کيسه هم داسي ښکاري لکه چي هغي يو ناول په کيسه کي لنډ کړی وي او ندا کولی شو چي دي ته هم د يوه ناول بڼه ورکړي  ځکه په کيسه کي کرکټرونه په ښه توګه نه روزل کېږي خو په ناول کي بيا دا کار شونی دی . د ندا دي کيسي اوج درلوده همداراز زمان ، مکان او د صحني انځورته پکي په ښه توګه پام شوی و بل دا چي له کيسي څخه دا معلومېږي چي داوسني  نسل کيسه ده ،که څه هم موږ فرهنګيان د ژبي د سوچه کولو هڅي کوو خو زه دي کيسه کي انګلېسي کلماتو له کارولو سره موافق يم ځکه دي کيسه کي محصلين دي ، ځوانان دي ، هغوی انګلېسي کورس ته ځي ، له نوي تکنالوژۍ څخه يادونه شوی ، ای ډي ، کمپيوټر ، انټرنټ ، چت  دا ټولي هغه کلمي دي چي ځوانان يي خپلو کي کاروي  خلاصه د کيسي له نوم څخه نيولي بيا تر پايه هر څه سم  او په خپل ځای راغلي .

شپون صيب وويل : زه نه غواړم چي د ليوال په شان لومړی د يو شي صفت وکړم بيا يي غيبت . د دي کيسي ژبه ښه وه نور ورباندي پوه نه شوم ، په کيسه کي د ښکلا او پلوشي ترمينځ هيڅ فرق نه و ، زه خو وايم له ميني بېخي تېره شه ، ايا په دنيا کي بي له ميني نور څه هم شته که نه ،  کيسه پر تصادف ختمه شوي وه ، غوټه يي نه درلوده ، کيسه کي بايد څو غوټي وي .

په پای کي رابعي غرشين وويل : د ندا کيسه روانه وه او په واقعيتونو برابره ځکه ما ليليه کي ډېر وخت تېرکړی او د هغه ځای له ماحول سره اشنا يم نو ځکه دا کيسه راته يو حقيقت ښکاره شوه .

همداراز  د غونډو نورو ګډونکونکو هم د ندا دکيسي ستاينه وکړه او ځينو هغه نورو ته يو درس وبلله .

له کره کتني وروسته مشاعره وشوه او ګډون کوونکو په وار سره خپل شعرونه ولوستل .په پای کي شپون صيب غونډه وارزوله .

وپتییل شوه چي دراتلونکي غونډي ویانده به لینا شریفي وي ، دمیرمن کلتوري بهیر اوونیزي غونډي دهري شنبي په ورځ دماسپښین په ۲ بجو داستقلال لیسي په تالار کي جوړیږي.