طالبانو ۱ تن د جاسوسۍ په تور وژلئ دئ

د لراوبر اداره | اگست 20th, 2008


طالبانو دميدان وردګو په ولايت کي يوتن امريکايي ځواکونوته دجاسوسۍ په تور وژلئ دئ  .

ددغه ولايت دسيد ابادولسوال ډآکټر مسلم وايي چي دغه کس محمد ابراهيم نوميږي دسيداباد ولسوالي دخانخيلو دکلي اوسيدونکي دي

 که څه هم طالبآنوپه دي اړه تراوسه څه نه دي ويلي خو ولسوال اودسيمي خلکو وايي چي محمد ابراهيم طالبانوددي په خاطر بيولى وو چي دطالبآنو په اړه يي امريکايي ځواکونوته جاسوسي کوله

ولسوال وويل چي دوژل شوي کس مړي دهغه دکور ترشاه دشپي له مخي اچول شوي وو اوپرسينه يي ليکلي وو چي هرڅوک چي امريکايانوته جاسوسي کوي دهغه سزابه داوي

ولسوال ويل چي دغه کس غريب کار سړي وو اودکابل ا و وردګو ترمنځ لاره به يي مسافر ليږدول .

دهمدي مياشتي په پيل کي دتنګي په سيمه کي دطالبانو دوه مشهور قوماندانان حاجي فضل الربي او مزمل دامريکايانو په بمبارد کي ديوجومات دامام په ګډون ووژل چي پرجومات يي بمونه راوغورځول .

وسله والو طالبانو يوبل کس هم امريکايانوته دجاسوسۍ په نوم بيولى دي خو دهغه څرک لاتراوسه نه ليدل کيږي .

ولسوال وويل چي دغه کس يي دچاړي په واسطه حلال کړي دي اوپه ډيره بيرحمانه توګه يي وژلى دي .

Copyright Larawbar 2007-2024