روسي ټانكونو له ګرجستان څخه په وتلو پيل وكړ
روسيې وروسته تر هغه له ګرجستان څخه د خپلو پوځونو په ايستلو شروع وكړه چي د ناټو غړو هيوادونو د احتجاج په توګه له روسيې سره د اړيكو د پرېكون اعلان وكړ.
د ناټو غړو هيوادونو پر روسيې باندي فشار واچاوه چي كه له ګرجستان څخه خپل پوځيان ونه باسي اړيكي به يې سره خرابي سي.
د روسيې د جمهوري رياست وياند وايي ولسمشر ديمتري ميديوف د فرانسې له جمهور رئيس نيكولاى سركوزي سره ژمنه كړې چي تر يووشتم اګست پوري به د روسي پوځونو ډېره برخه له ګرجستان څخه ووزي او يوازي لږ برخه به يې په ځينو سيمو كي د امنيت په پاته سي.
بلي خوا ته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندو دروازو تر شا غونډه جوړه كړه او د روسيې پر خلاف په يوه نوي پرېكړه ليك له ګرجستان څه ژر تر ژره د ټولو روسي پوځيانو د ايستلو ږغ كړى دئ.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير مليبينډ او د ګرجستان ولسمشر ساكاشويلي په يوه ګډه خبري كنفرانس كي خبريالانو ته راڅرګند سول.
برتانوي وزير مليبينډه پر روسيې باندي تور ولګاوه چي روسي پوځيانو د سولي تړون ونه مانه او پر ګرجستان يې تيري ته دوام وركړ.
د ګرجستان ولسمشر ساكاشويلي وويل كه پر روسانو نړيوال فشار نه واى، د پوځيانو ټانكونو به يې تبليس هم لاندي كړى واى.
روسي الوتكو او ټانګونو د اګست پر اتمه نېټه چي د نړۍ د هيوادو نو مشران په بيجينګ كي د المپيك لوبو په پرانيستونكي جشن كي د ګډون دپاره تللي وه، پر ګرجستان يرغل وكړ چي له امله يې تر اوسه په زورونو كسان مړه – ژوبل او له خپلو كورونو څخه د جګړې له بېري تښتېدلي دي.