الطاف حسين زرداري دي جمهور رئيس سي

34 | اگست 20th, 2008


 

د پاكستان د متحده قومي غورځنګ مشر الطاف حسين د پاكستان د جمهور رياست دپاره د پيپلز ګوند د نائب مشر آصف علي زرداري نوم وړاندي كړ.
الطاف حسين وايي كه د نوي جمهور رئيس امتياز د سند ايالت ته وركول كېږي، نو بيا تر ټولو غوره كس آصف علي زرداري دئ چي بايد غوره سي.
د پاكستان د پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف له استعفا درې ورځي تېرېدونكي دي خو د ايتلافي حكومت غړي لا تر اوسه د نوي جمهور رئيس پر ټاكلو يوه خوله نه دي سوي.
كه څه هم د مشرف تر استعفا دمخه ويل كېده چي د بلوچستان ايالت څخه يې يو مشهور سياستوال د مشرف د ځاى ناستي په توګه غوره كړى دئ، خو داسي ښكاري چي د ايتلاف دوه عمده ګوندونه پيپلز او مسلم ليګ نون هر يو هڅه كوي چي خپل كس دې دندي ته ورسوي.
د پخواني ولسمشر پروېز مشرف تر استعفا وړاندي د دې دندي دپاره د اسفنديار ولي خان، مولانا فضل الرحمان او سردار عطاالله مينګل نومونه هم اخيستل كېده.

Copyright Larawbar 2007-2024