کور / تازه خبرونه / خلا ته د اېران د فضايي بېړۍ تجربه ناكامه سوه

خلا ته د اېران د فضايي بېړۍ تجربه ناكامه سوه


د امريكا د دفاع وزارت پنټاګان خبر وركړ چي فضا ته د اېران د اسلامي جمهوريت د فضايي بېړۍ تجربه ناكامه سوه.
د امريكا د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط يوې امريكايي رسنۍ ته ويلي چي د دوى استخباراتي راپورونه وايي اېران د اګست پر ۱۶ – فضا ته د بېړۍ لېږلو يوه ناكامه تجربه وكړه، خو اېران بيا خپله تجربه كاميابه ګڼي او د پنټاګان ادعا ردوي.