کور / خبرتیا او پيغامونه / لراوبر د خپل اوږده مزل لومړی کال وواهه

لراوبر د خپل اوږده مزل لومړی کال وواهه

 







 


لراوبر د خپل اوږده مزل لومړی کال وواهه

 


سل کاله کېږي چي يو چا په بې رحمۍ شلولئ
         ځم چــي د لراوبــر د غرونو پرهـــــــار وګنــډمه
( ب . عابد)


 لراوبر ويبپاڼه نن د۲۰۰۸ کال د اکتوبر د مياشتي پر نولسمه نېټه يو کلنه شوه ، موږ د خپلو ټولو ګرانو همکارانو او ټولو هغو مشرانو او پوهانو څخه چي په دې يوه کال کي يې د لراوبر ويبپاڼي سره نه ستړي کيدونکي همکارۍ کړي او له دې لاري د خپل لراوبر محکوم ولس خدمت ته رادانګلي او په پوره ايمانداري يې ترسره کړئ، ډيره مننه کوو  .


د لراوبر خواخوږو او پر پښتو او پښتونواله  مينو همکارانو د تير يوه کال په اوږدو کي له هغو امکاناتو څخه چي د هيڅ برابر دي د خپل ولس دچيغو او  فريادونو د انعکاس يوه منبع جوړه کړه او دې ته يې ډير ژرد کورنيو خارجيانو تر څنګ د نړيوالو پام هم راواړاوه  .


لراوبر لکه تر اوسه ، تر دې وروسته هم  که د خدای [ج] رضا وه په لراوبر وطن کي د خپل مظلوم او بېوسه محکوم قام د ترقۍ او سوکالۍ لپاره پر هر ډول  اغزنو لارو بېله دې چي له چا ډار او بېره ولري سفر وکړي . 


زموږ د قام او د ولس دښمنانو د لراوبر په لومړي کال هم ددې قام د شازلميو د سپېڅلو ارمانونو په لاره کي د خنډونو جوړولو هڅي وکړې او بيا به يې هم کوي خو، د لراوبر ويبپاڼي پر پښتو او پښتونولۍ مينو کارکوونکو دا پښتو کړې ده چي خپل قام ته ددوی د حقوقو په ورپېژندنه او د هغوی په ترلاسه کولو کي به خپل دې جهاد ته ادامه ورکوي .


زموږ هيله له ټولو درنو لوستونکو او دوستانو څخه داده چي د شاباسئ ( مبارکۍ او ستايني دپيغامونو ) پر ځای زموږ نيمګړتياوي راپه ګوته کړي او د خپل مظلوم ولس د ښې راتلونکي لپاره خپل قلم په لاس جهاد ته ادامه ورکړي ، هغه ولس چي په لراوبر وطن کي اوس هم د بهرنيو د وحشي حملو له امله په وينو کي لغړي يا د بګړۍ وال مجاهد او نيکټايي دار مجاهد تر منځ د جګړې په ډګر کي هره ورځ  بې پوښتني قرباني کيږي .


د لراوبر پښتون قام د نېکمرغۍ ، سوکالۍ او پرمختګونو په هيله


 


په درناوي


عبدالله احسان


د لراوبر  ويبپاڼي اداره – هالنډ


د لراوبر د پرانستني لنډ يادښت :



د لر او بر ډاټ کام په نوم ويبپاڼه د۲۰۰۷ کال د اکتوبر پر ۱۹نېټه د جرمني د هورت په ښارګوټي کي د نوي افغانستان د جوړيدو د ۲۶۰ کليزي د نړيوال جشن او علمي سيمينار په ترڅ کي  د غونډي د مشرتابه پلاوي: استاد محمد معصوم هوتک ، کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستاني ، تاريخپوه دوکتور محمد حسن کاکړ، سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار ، پوهاند محمداسحاق نگارگر، استاد حبيب الله رفيع ، پوهنوال رسول باوري څېړونکی او د غونډي برخه والو طارق رشاد ، ډاکټر یحیی وردګ ، قومي مشر حاجي فضل رحمان ، انجنير ذکريا پوپل او يو شمېر نورو مشرانو له خوا د يوې کيلۍ ( سويچ ) په وهلو سره په رسمي ډول پرانستل سوه او د غونډي په سلګونو برخه والو  لر او بر ويبپاڼه د يوې لويي پردې پر مخ د لومړي ځل له پاره وښودل شوه ، د نړيوال سيمينار د شاوخوا زرو تنو برخه والو د لاسونو په پړکا کي ټولو درنو مشرانو او د سيمينار برخه والود نوموړي ويبپاڼي بنسټ اېښودونکي عبدالله احسان ته د مبارکۍ په ويلو Click here to view vedio  ښاغلی عاشق الله غريب د ډيري خوښۍ څرګندونه کوله .


 ددې کوچني عکس په کليک کولو سره د پرانستني څو شېبې په ويډيو کي وګورئ


 



له راستې خوا:پوهاند حسن کاکړ، استاد حبيب الله رفيع ،کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستانی ، استاد محمدمعصوم هوتک او عبدالله احسان ( ښاغلي هوتک بختاني صاحب ته د سپيني پاڼي د ليري کېدو بلنه ورکړه)



سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني د سپيني پاڼي په ليري کولو سره لراوبر پر لويه پرده ګډونوالو ته وښود.




پوهنوال رسول باوري ، پوهاند اسحاق نګارګر ، سرمحقق عبدالله بختانی ، محمدمعصوم هوتک له نورو سره پر يوه لوی دېوال د لراوبر ويبپاڼي بېلابېلي برخي ګوري .






اې تر منځ د استعمار توره دېواله


       اوس نو خوره داګزارونه او نړيږه !   ( سلېمان لايق)