کور / تازه خبرونه / سعودي: پروېز مشرف ته پناه نه وركوو

سعودي: پروېز مشرف ته پناه نه وركوو

په پاكستان كي د سعودي عربستان سفير د مطبوعاتو هغه راپورونه غلط وبلل چي ويل يې د دغه هيواد پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف ته يې يوه الوتكه ځانګړې كړې چي سعودي عربستان ته له خپلي كورنۍ سره پكښي ولاړ سي.
د سعودي سفير نن په اسلام آباد كي خبريالانو ته وويل چي سعودي عربستان ښاغلي مشرف ته د پناه وركولو كوم خيال نه لري او نه يې هم په دې اړه له هغه سره خبري كړي دي، سعودي د پاكستان يووالى او خپلواكي غواړي او د دغه هيواد په كورنيو چارو كي لاس وهنه نه كوي.
د پاكستان په مطبوعاتو كي داسي راپورونه خپاره سول چي جنرال مشرف له جمهوري رياست څخه د سعودي د استخباراتو د رئيس په غوښتنه استعفا وركړې او هغه ورته د حاكمو ګوندونو له د پر لګېدونكو تورونو څخه د خلاصون او په سعودي كي د پناه اخيستلو ژمنه ورسره كړې وه.
د يادوني وړ ده چي سعودي عربستان د استخباراتو رئيس د جمعې په ورځ په اسلام آباد كي د ښاغلي مشرف د استيضاح د مسئلې په باب له مشرف، نواز شريف، شجاعت حسين او آصف علي زرداري سره جلا جلا ليدني وكړې.
تر دې مخكي د مشرف په اړه په امريكا كي هم د پناه اخيستلو خبرونه هم وركړل سوي وه، چي وروسته د امريكا د بهرنيو چارو وزيري كاندوليزا رايس رد كړل.