کور / راپور / د هند د پوځ نوی مشر: د اړتيا پر مهال به زموږ پوځ د پاکستان خاوري ته ور واوړي

د هند د پوځ نوی مشر: د اړتيا پر مهال به زموږ پوځ د پاکستان خاوري ته ور واوړي

د هند د پوځ نوی مشر وايي، چي په کشمير کي د ترهګرو لټولو لپاره به د پاکستان لوري ته هم ور اوړي او دا حق دوی لري، چی هر ځای ترهګر په نښه کړي.

د هند د پوځ نوي مشر جنرال منوج موکنډ نراوان تېره ورځ خپله دنده پيل کړه.

نوموړي د خپلي لوړي په مراسمو کي وويل، چي اوس په هندي کشمير کي حالات سم لوري ته روان دي.

د هغه په خبره، که اړتيا پېښه سي د ترهګرو ځپلو لپاره به هندي ځواکونه د پاکستان خاوري ته هم ور واوړي.