کور / #PTM / شفيق ايډوکيټ: رياست په دې شرط خوشي کړم، چي د پي ټي ايم ملاتړ به نه کوم

شفيق ايډوکيټ: رياست په دې شرط خوشي کړم، چي د پي ټي ايم ملاتړ به نه کوم

شفيق احمد ايډوکيټ چي څه موده وړاندي په پنجاب کي ترهګر رياست پورته کړی وو، بېرته خوشي کړی، خو دا شرط يې ورباندي ايښی چي د پښتون ژغورني غورځنګ ملاتړ به نه کوي او نه به هم د بشري حقونو په تړاو پر رياست باندي نيوکه کوي.

ښاغلی شفيق د ډسمبر پر ۱۰ وتښتول سو او د همدې مياشتي پر ۲۷ نېټه د پنجاب د بکهر ښار په دښتو کي پرېښودل سو.

نوموړی وايي: “د مازيګر وخت وو او د سړک بلې غاړې ته اوړېدم، يو موټر ودرېد، ورڅخه کسان راښکته سول او هڅه يې وکړه چي په زوره مې موټر ته واچوي. ما مقاومت وکړ خو داوخت په بل موټر او پر موټرسايکلونو نور کسان راغلل او زه يې موټر ته واچولم.”

دی وايي، تښتوونکيو د هغه مخ په خولۍ کي پټ کړ او يو نامالومه ځای ته يووړ.

“له وړلو سره سم يې زما په وهلو ټکولو لاس پورې کړ او پوښتنې يې راڅخه پیل کړې چي ستاسو له پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتين، د ټولنيز رسنيو فعالانو احمد وقاص ګورايا او ګل بخاري سره څه تعلق دی؟”

شفيق احمد ايډوکيټ زياتوي: “د بند په ټوله موده کي يې مخ په خولۍ راپټ کړی وو، نه د شپې او نه هم د ورځې درک راته لګېده. ۱۷ورځې وروسته چي راخلاص سوم نو راته مالومه نه وه چي څومره ورځې يې ساتلی وم.”

نوموړی وايي، هغه کسانو تښتولی چي ټول يې پېژني او په يوه بنده کوټه کي يې ساتلی وو.

ښاغلی شفيق وايي، چي له ده څخه په بند کي د پښتون ژغورني غورځنګ او منظور پښتين په هکله پوښتني ګروېږني کيدلې.

هغه وايي: “ زما څخه پوښتنې کيدې چي د پښتون ژغورنې غورځنګ او د دې غورځنګ د مشر منظور پشتين سره یې څه تعلق دی او هغو ته پېسې څنګه ورکوي؟. “

ښاغلي شفيق د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ پر خواله رسنيو پوسټونه کوي.

نوموړی وکيل له دې وړاندې هم د روان کال د جون په مياشت کي د ترهګر رياست لخوا تښتول سوی او د څو ورځو بې درکۍ وروسته په ژوبل حالت کي بيا خوشی سوی وو.

د پاکستان ترهګر رياست د پښتون ژغورني غورځنګ فعاليتونو ته خنډونه جوړوي او هغه کسان چي ددغه غورځنګ خواخوږي دي په بېلابېلو نومونو بنديانوي.