کور / راپور / کندهار: ملي امنيت ۱۰ کسيزه وسلواله ډله نيولې ده

کندهار: ملي امنيت ۱۰ کسيزه وسلواله ډله نيولې ده

د کندهار ملي امنيت وايي، چي د ځانګړو عملياتو پر مهال يې ۱۰ کسيزه وسلواله ډله نېولې چي په دغه ولايت کي یې ورانکاري فعاليتونه کول.

د کندهار ملي امنيت رياست وايي، دمعلوماتو له مخي نیول سوي ۱۰ کسیزي شبکې د ورانکاره فعالیتونو نظامي زده کړي په چمن ښار کي تر سره کړي او ورسته تر نظامي تعلیماتو کندهار ته راغلي.

د ملي امنیت ریاست وایي، چي نیول سوو کسانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمالاتي موټرونو او امنیتي پوستو باندي ډليیز بریدونه هم تر سره کړي دي.

خو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله څه نه دي ويلي.