کور / راپور / دفاع وزارت: تر اوربند پوري به طالب وسلوال په نښه کوو

دفاع وزارت: تر اوربند پوري به طالب وسلوال په نښه کوو

د دفاع وزارت وايي، چي طالبانو تراوسه د سولي او اوربند پر لور کوم مثبت ګام نه دی اخيستی او تر څو چي سولي ته تیارېږي دوی به طالب جنګيالي په نښه کوي.

د دفاع وزارت وياند روح الله احمدزی وايي، تر هغه وخته وسله وال مخالفین هدف ګرځوي چي واقعي سولې او اوربند ته یې غاړه نه وي ایښي.

نوموړي دا څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي په تېرو دوو ورځو کي د طالبانو اوافغان ځواکونو ترمنځ جګړو کي په لسګونو کسان وژل ووژل سول.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چي د افغان پوځیانو اوسنۍ جګړه د سولې د تامین لپاره ده.

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي،  چي وسله والو مخالفینو د سولې په لور کوم ګام نه دی اخیستی.

“که چيرته مقابل لوری راځي او د سولې غوښتونکی وي خو داسې نښې نښانې تر اوسه پورې نه دي لیدل سوي. دوی (طالبان) ولې بیا هم بریدونو ته مخه کړې ده. دوی د پردیو لاسپوڅي دي د پردیو برنامې عملي کوي نو که چيرته په دې شکل باندې وي، زه فکر کوم د سولې راتګ بیا په دې لارې چي دوی اوس روان دي یو څه ستونزمن دی. دلته د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه تر هغه مهاله چي دوی واقعي سوله نه وي غوښتي، نو د خپلو خلکو د دفاع لپاره مجبوره دي چي دښمن هدف وګرځوي.”