کور / راپور / نوښار کي د ګيس ليک له امله د يوې کورنۍ اووه کسان مړه سوي دي

نوښار کي د ګيس ليک له امله د يوې کورنۍ اووه کسان مړه سوي دي

د خيبر پښتونخوا په نوښار کي نن سهار د ګيس پيپ د چاودني له کبله د يوې کورنۍ اووه کسان مړه سوي دي.

راپورونه وايي، چي نن سهار د نوښار په امان ګړ سيمه کي يوې کورنۍ د سهار ناشتې لپاره ګيس لګولی وو، چي د پيپ د ليکېدلو پر مهال ورباندي چاودېدلی دی.

په دغه پېښه کي د همدې کورنۍ اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ژمي په موسم کي د سون توکو د کارولو پر مهال د بې احتياطۍ له امله ډېری کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

کارپوهان دا توصيه کوي، چي د سون توکو د استعمال پر مهال له ډېر احتياط څخه کار واخستل سي .