کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/پنځه پنځوسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/پنځه پنځوسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

——————
(خور) که (خپور) وليکو؟

که څه هم په ځينو لهجو کي د (خپور) پر ځای (خور) وايي او په ويلو کي ستونزه نه پېښوي، خو په ليکلو کي د (خپور) کلمې لمن پراخه ده، ځکه چي د (خپرېدل) مصدر ټول مشتقات عام سوي او ولس منلي دي، لکه خپور، خپرول، خپرندوی، خپرونه … که د ليکلو لپاره د (خور) کلمه کره وبولو، نو (خپرونه) او (خپروندی) به څنګه لیکو؟ ايا (خورونه) او (خورندوی) يې وليکو؟ د (خپور) د کلمي بله ښېګڼه دا ده چي د خور (خواهر) له کلمې سره ټکر يا التباس نه لري. داسي هم نه ده چي د (خور) کلمه بيخي يو مخ و نه ليکو، کله کله يې د تاکيد، تنوع او آهنګ لپاره لیکلای سو، په تېره بيا په شعر کي خپل ځانګړی ځای لري، لکه (خواره واره پښتانه)، خو زه د دې کلمې د مصدر او نورو هغو مشتقاتو خبره کوم چي اوس عام سوي او ولس منلي دي.

شپږ پنځوسمه برخه
——————
سبا قطر ته سفر لرم که سبا قطر ته ځم؟

ولسي خلک وايي چي (حج ته ځم)، (حج ته تللی وم)، (حج ته به ولاړ سم)، (حج ته تلای سي)، (حج ته تلای سم). په دې ولسی جملو کي وينو چي د (سفر) عربي کلمه نه ده ياده سوې، کله چي ولس دا کلمه نه وايي، له دې څخه څرګندېږي چي اړتيا نه ورته لري، ځکه چي په دې جملو کي خپله د سفر مانا او اراده نغښتې ده. د دې ډول جملو يو عيب دا دی چي يو خو اوږدې دي او بل يې ولس نه وايي، کېدای سي چي دا جملې هم له نورو ژبو څخه پښتو ته ټکي په ټکي را ژباړل سوې وي. راسئ چي دغه ډول څو ميرزاډوله جملې وڅېړو:

۱: زه سبا روسيې ته سفر لرم.
۲: د افغانستان د دفاع وزير تېره ورځ زابل ته سفر درلود.
۳: ایا کډوال له جرمني څخه بهر سفر کولای سي؟
۴: زه به نورو ولایتونو ته هم سفرونه ولرم.
۵: ما د افغانستان ټولو ولايتونو ته سفرونه درلودلي دي.

اوس له دې جملو څخه د (سفر) کلمه ليری کوو:

۱: زه سبا روسيې ته ځم.
۲: د افغانستان د دفاع وزير تېره ورځ زابل ته ولاړ.
۳: ایا کډوال له جرمني څخه بهر تلی سي؟
۴: زه به نورو ولایتونو ته هم ولاړ سم.
۵: زه د افغانستان ټولو ولايتونو ته تللی يم.

له پورته جملو څخه څرګندېږي چي په نوې بڼه ولسي محاورې او پښتو خپل ګرامري جوړښت ته نژدې سوي او له بلي خوا لنډي سوي هم دي.

اووه پنځوسمه برخه

ايا د دريمي نړۍ اصطلاح اوس هم د استعمال وړ ده؟

————————————————–

د دريو نړيو جيوپالیټيکس ماډل د شلمي پېړۍ په وروستۍ نيمايي کي جوړ سو. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د فرانسوي ټولنپوه الفريډ سووفي (Alfred Sauvy) په (درې نړۍ يوه ځمکه) نومي مقاله کي وينو. په دې مقاله کي لومړۍ نړۍ د امریکا متحده ايالتونه، لویدیځه اروپا، جاپان او استرالیا پانګه وال هيواونه ياد سوي چي اکثريت يې د ناټو ټلوالي غړي دي.
دوهمه نړۍ د پخواني شوروي اتحاد او ختیځې اروپا ځيني هیوادونه ول چي اکثريت يې د (وارسا) ټلوالي غړي ول. دريمه نړۍ بيا هغه هيوادونه ول چي په دې دوو ټلوالو پوري يې اړه نه درلوده او (ناپېيلي) هيوادونه يې هم بلل، لکه د اروپایانو مخکینۍ مستعمرې، د افریقا، منځني ختیځ، لاتيني امریکا او اکثره اسیايي هیوادونه پکښي شامل ول.
د شوروي اتحاد تر ړنګیدو وروسته د دوهمې نړۍ اصطلاح د خلکو له پامه ووته، خو لومړۍ نړۍ يا ناټو ټلواله اوس هم په لږ شکلي بڼه پاته ده. پاته سوه دريمه نړۍ، دې اصطلاح اوس بدلون موندلی او په پخوانۍ ډلبندۍ کي نه شمېرل کېږي. د بشري حقونو ځيني مبارزين دا اصطلاح د بېوزلو هيوادونو لپاره سپکاوی بولي، آن دا چي يو وار خو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي هم پر دې موضوع بحث وسو او دا اصطلاح يې مردوده وګڼل.
اوس يوازي دريمه نړۍ نه، بلکي د هيوادونو دغه ډول وېش ګرسره غير علمي او غير عادلانه ګڼل کېږي، دې وېش اوس اقتصادي بڼه غوره کړې او نړۍ پر دريو عمده برخو وېشل سوې ده، لکه (بډای يا پرمخ تللي هيوادونه)، (لږ بډای يا مخ پر ودي هيوادونه) او (بېوزله يا وروسته پاته هیوادونه). که څه هم د دريمي نړۍ اصطلاح د ساړه جنګ تر ختمېدو وروسته پخوانۍ مانا نه ښندي، خو ځيني ناخبره ليکوالان او خبريالان يې اوس هم کاروي. که څه هم له اقتصادي پلوه د هيوادونو وېش يو تعريف نه لري او له څو زاويو څخه ډلبندي سوي دي، خو په دې اړه نړيوال يوه خوله دي چي د دريمي نړۍ اصطلاح پخوانۍ سولېدلې کلیشه ده او له بلي خوا دا اصطلاح د بېوزلو هيوادونو لپاره کارول د هغوی سپکاوی دی.