کور / #PTM / ډیره اسمعیل خان کي د پ ټ ایم غونډه جوړه سوه

ډیره اسمعیل خان کي د پ ټ ایم غونډه جوړه سوه

نن حقنواز پارک ډي ای خان کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ډيره اسماعیل خان څانګې د بنو جلسې په حواله یوه درنه غونډه وشوه.
غونډه کې ګڼ شمېر ځوانانو ګډون وکړو.
د جلسې د پاره د کمپین په حواله ملګرو وار په وار خپل نظرونه وړاندې کړل. او بیلا بیلې کمیټۍ جوړې شوې.
دغه اهمه غونډه کې دا پریکړه هم وشوه چې د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه به ځوانان د قریشي موړ نه د ښار په لوري وباسي.
د ریلي مقاصد به دا وي چې د جلسې نه چې څوک نه وي خبر هغه هم باید خبر شي.
او ورسره ورسره دا پریکړه هم وشوه چې هر کمیټي به د هلته سیمې ټول خلک د جلسې نه خبروي چې څوک هم ناخبره نه شي پاتې.
او بل د ټولو.نیولو شویو غړو د راخوشي کولو غوشتنه هم وشوه او د ادارو د ظلم خلاف ناره بازي هم وشوه.
غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ له اړخه د یوې میاشتنۍ مجلې خورولو په هکله هم بحث وشو. چې راتلونکو نورو غونډو کې به هم بحث پرې کېږي څو مجله ته عملي شکل ورکړي.
په آخر کې امان الله اباد د بنو.جلسې په حواله لیکلی شعر هم هم ګډونوالو ته واورولو او آخر کې د ګړد پشتون افغان ملت د پاره دعاګانې هم وشوې.

شوکت عزیز