کور / راپور / د قاسم سليماني د وژلو په تړاو وروستي غبرګونونه

د قاسم سليماني د وژلو په تړاو وروستي غبرګونونه

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قاسم سليماني د وژني وروسته په لومړنيو څرګندونو کي ويلي، چي هغه بايد ډېر مخکي وژل سوی وای.

د ايران د قدس ډلي مشر قاسم سليماني تېره ورځ په عراق کي د امريکا په هوايي بريد کي ووژل سو.

ټرمپ ويلي، چي سليماني د زرګونو کسانو په قتل کي ککړ دی او په منځني ختيځ کي يې د جګړې اور ته لمن وهل.

ټرمپ دا هم ويلي، چي که ايران پر امريکايانو يا د هغوی پر ملګرو د بريد کولو کوم پلان ولري د نورو سختو ګوزارونو سره به مخ سي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير هم ويلي، چي يو ستر ترهګر ووژل سو او دهغه د وژني په تړاو يې د ځينو هيوادونو له مشرانو سره خبري هم کړي دي.

په امريکا کي جمهوريپال او ډيموکراټ ګوندونو د قاسم سليماني د وژلو هرکلی کړی دی، خو ځينو ډيموکراټانو وېره څرګنده کړې چي کېدای سي امريکا په يوه بله جګړه کي کښېوزي.

په افغانستان کي بيا د قاسم سليماني وژني ته بېلابېل غبرګونونه ښودل سوي دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د قاسم سليماني وژل غندلي او د هغه د کورنۍ او ايران سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

اجرائيه رئيس عبدالله ويلي، چي د ايران سره نژدې اړيکي او کلتوري مشترکات لرو، خو امريکا مو هم ستراتيژيک ملګری دی.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي بيا ويل سوي، چي ولسمشر اشرف غني ويلي، ايران زموږ ګاونډی دی او دهغه پر ضد به د افغانستان خاوره ونه کارول سي.