کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/اته پنځوسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/اته پنځوسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

(يوناما خبر ورکوي) که (يوناما وايي)؟

———————————

(فلانۍ اداره خبر ورکوي) جمله هره ورځ په چاپي رسنیو کي لولو او یا يې له راډيوګانو او ټيلويزونونو څخه اورو. دا جمله هغه وخت ويل کېږي چي يوې ادارې يا شخص خپل دریځ په ډاګه کړی وي. زه چي د دې جملې جوړښت ته ځير سوی يم، نو ولس يې نه وايي، بلکي له دري څخه ټکي په ټکي راژباړل سوې ده. بله نېمګړتيا يې دا ده چي د پښتو ژبي له ګرامري روحيې سره اړخ نه لګوي، مصنوعي غوندي ښکاري او بې ضروته اوږده سوې ده.
دغه ډول جملې معمولا د خبرونو يا راپورونو سرټکي وي او اکثره وخت د سرچينې يادونه پکې سوي وي. د خبر يا راپور جوړولو دغه ډول سبک درباري او ډېر زوړ دی، پخواني درباري خبريالان به مکلف ول چي بايد د خبر يا راپور په سر کي خامخا سرچينه ياده کړي، خو په نوي ژورناليزم کي دا مهمه نه ده چي راپور يا خبر دي خامخا په نقل قول سره پيل سي، کېدای سي يو لنډکی راپور (ډيسپچ) بيخي سرچينه و نه لري او يا په يوه راپور کي سرچينه وروسته ياده سي. دا په دې پوري اړه لري چي سرچينه که واقعیت مهم دی، مثلا که په قطر کي د طالبانو او خليلزاد تر منځ تړون لاسليک سوی او د دې معلوماتو سرچينه د خليلزاد مرکه يا ټویټ وي، دلته سرچينه مهمه ده، ځکه چي خلیزاد د دې تړون يو اړخ دی، خو که موضوع يوازي د تړون لاسلیک وي، نو دلته لاسليک واقعيت (فکټ) دی، ضرور نه ده چي سرچينه ياده کړو. بله خبره دا ده چي ځيني وختونه خپله رسنۍ سرچينه وي، عام خلک په دې پسې نه ګرځي چي خليلزاد، جان باس، خامنه يي، باجوه يا مودي څه وويل، ولس وايي چي بي بي سي، ازادۍ راډيو، امريکا غږ راډيو، الجزيرې … داسي وويل. آن دا چي کله کله خو يوازي خبريال هم خبري سرچينه کېدای سي، لکه د بي بي سي نامتو خبرياله ليزډوسيټ يا پاکستانی خبريال سليم ساپی. د دې بحث په پای کي به د دې ډول جملو څو بېلګې وڅېړو:

۱: افغان پولیس په لوګر ولايت کي د څو مشکوکو تراهګرو د نیولو خبر ورکوي.
۲: طالبان د دوحې د نهم پړاو په خبرو کي له پرمختګه خبر ورکوي.
۳: د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنځو ولایتونو ته د ضروري موادو د لېږد خبر ورکوي.
۴: نړیوال بانک په افغانستان کې د پام وړ اقتصادي ودې خبر ورکوي.
۵: د لغمان والي پر یوه کور د راکټي برید خبر ورکوي.

اوس له پورتنیو جملو څخه د (خبر ورکوي) برخه او سرچينه ليري کوو:

۱: په لوګر ولايت کي څو مشکوک تراهګر نيول سوي دي.
۲: د دوحې په نهم پړاو خبرو کي پرمختګ سوی دی.
۳: پنځو ولایتونو ته د انتخاباتو ضروري مواد استول سوي دي.
۴: د افغانستان اقتصاد د پام وړ وده کړې ده.
۵: په لغمان کي پر یوه کور راکټي برید سوی دی.

اوس وينو چي جملې ولسی محاورې او پښتو ګرامري روحيې ته نژدې سوي او له بلي خوا لنډي او ساده سوي هم دي.

نهه پنځوسمه برخه

(لوی سفارت) که يوازي (سفارت) وليکو؟

————————————-

زه په ډيپلوماسۍ نه پوهېږم، ځکه نو له ډيپلوماتيکي ټرمينالوژۍ سره هم چندان اشنا نه يم. د (لوی سفير) او (لوی سفارت) په عبارتونو کي مي د (لوی) صفت ته پام ورواوښت. په دې اړه مي څېړنه وکړه. په کابل کي مي د ټولو بېوزلو او پرمخ تلليو هيوادونو د سفارتونو لوحې وکتلې، په بهرنيو هيوادونو کي مي هم د افغانستان د سفارت د لوحو عکسونه پيدا کړل، د نړۍ د څو هيوادونو د سفارتونو د لوحو عکسونه مي هم وليدل، پر ټولو لوحو په انګلیسي ژبه (Embassy) او په نورو ليکنو کي د سفير لپاره يوازي (Ambassador) لیکلی و، خو په ځينو راپورونو او لیکنو کي مي د (لوی سفارت) او (لوی سفير) عبارتونه وليدل. په پخوانيو دري ليکنو کي مي د (سفارت کبرا) او (سفير کبير) عبارتونه ډېر ځايونه لوستي ول، خو اوس مي څو ځايه ولوستل چي په پښتو لیکنو کي هم د (لوی) صفت ورسره ليکل سوی دی. نه پوهېږم چي لوی او کوچنی سفارت به سره جلا وي او که به يې د دري ژبي (سفارت کبرا) او (سفير کبير) عبارتونه ټکي په ټکي پښتو ته راژباړلي وي؟ که توپير سره ولري، نو بیا په انګليسي ژبه کي ولي د (لوی) صفت نه ورسره ليکل کېږي؟ زه دا منم چي پخوا په دري ژبه کي د (سفير کبير) او (سفارت کبرا) عبارتونه ډېره کارېدله او له دې صفت څخه به د سفير صلاحيتونه څرګندېدل، خو نه پوهېږم چي اوس به لوی او کوچنی سفير څه توپير سره ولري؟ هيله ده لږ مي پوه کړئ!