کور / راپور / امريکا منځني ختيځ ته د ۳۵۰۰ اضافي سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ

امريکا منځني ختيځ ته د ۳۵۰۰ اضافي سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ

د امريکا د فاع وزارت اعلان کړی چي ۳۵۰۰ امريکايي سرتېري به منځني ختيځ ته ولېږي.

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وسو چي امريکا د ايران د قدس ځواکونو مشر قاسم سليماني په عراق کي وواژه.

قاسم سليماني چي د ايران تر ټولو ستر پوځي مشر او د ايران د بهرنۍ څانګي د ځواکونو قومندان وو تېره ورځ د جنورۍ پر دريمه نېټه د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه د امريکا په هوايي بريد کي ووژ ل سو. د نوموړي سره د عراق د (الحشد الشعبي) يا ولسي پاڅونوالو مشر  هم ووژل سو.

د سليماني د وژلو وروسته  د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل، چي هغه بايد ډېر مخکي وژل سوی وای، ځکه سليماني د امريکايانو د وژلو پلان درلود.

ټرمپ دا هم وويل، چي که ايران پر امريکايي وګړو، شريکانو او يا هم ددغه هيواد پر ګټو د کوم بريد پلان ولري، د دا ډول نورو بريدونو سره به مخ سي.