ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/شپيتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
—————————
(مرد کلا) که (مرت کلا) وليکو؟
د (مرت كلا) كلى د كندهار ښار جنوب خوا ته پروت دی چي په ډنډ ولسوالۍ پوري اړه لري. (مرت) اصلاٌ د يوه طبي بوټي نوم دى چي د پېښور او ختيځو ولايتونو پښتانه يې (ماڼو) بولي. پښتانه د فولكلوريكې عقيدې له مخي (مرت) سپېڅلى بوټی بولي، ځکه يې نو د سونګ لپاره نه كاروي، بلکي په درملنه کي کار ځني اخلي او يا يې د سپلنيو په ډول دودوي، لكه په دې لنډۍ کي چي يې يادونه سوې ده:
موري ماڼو ورته لوګى كړه!
زيارت ته تللې چا بې مخ ليدلى وينه
په دې کلي کي يوه غونډۍ هم د (مرت کلا) په نوم يادېږي. د دې غونډۍ لمرلوېده خواته يوه زيمناکه او چمن زاره ځمکه پرته ده چي د (مرت) بوټي پکي راشنه سوي دي. زه دوولس کاله مخکي مرت کلا ته د څېړنو لپاره ولاړم. د دې کلي څو سپين ږيري مي راټول کړل او د دوی ځيني اسناد مي هم وکتل، له بده مرغه چي ميرزايانو د دې کلي په ټولو اسنادو کي د (مرت کلا) پر ځای (مرد کلا) ليکلې ده.
زما د څېړنو له مخي د (مرت کلا) نوم ځکه تر (مرد کلا) سم او کره دی چي د کندهار، په تېره بيا د دې کلي اوسېدونکي يې (مرت کلا) تلفظ کوي. دا چي ولي يې (مرت کلا) بولي دليل يې دا دی چي هلته د (مرت) بوټي راشنه سوي دي. سپين ږيرو راته وويل چي دا بوټي يوازي په مرت کلا کي شنه کېږي، که بل ځای يې قلمه يا نيالګی يووړل سي، نو نه راشنه کېږي. پخوا به خلکو د دې بوټي پاڼي وچي کړې، په اونګ کي به يې وکوټلې او ساړه پوډر به يې ځني جوړ کړل، بيا به يې دا پوډر د ګرمۍ په موسم کي د ماشومانو په بغلونو کي وردوړول چي و نه لګېږي. که څوک د مرت کلا اوسېدونکي پېژني دلته يې ياد (مينشن) کړئ چي دوی د خپل کلي نوم څه ډول تلفظ کوي او اوس هم هلته د (مرت) په نوم بوټی سته که نه؟
يو شپېتمه برخه
ايا (تشه) د (خلا) د کلمې مناسبه ژباړه ده؟
—————————————
تشه د عربي ژبي له (خلا) څخه ترجمه سوې کلمه ده چي ولسي خلک يې نه وايي او نه اړتيا ورته لري. دا کلمه د يوې لويي ضايعې په وخت کي ويل کېږي، مثلا کله چي يو ملي، علمي يا مهم سياسي شخصيت مړ او يا ووژل سي، نو خلک وايي چي د دې شخص ځای بل څوک نه سي ډکولای يا د دې سړي کار بل څوک نه سي کولای.
دلته هدف د شخص فزيکي حضور نه، بلکي د شخص استعداد او اهلیت دی، خو د (خلا) یا (تشه) کلمې يوازي د شخص پر مقام او جسمی حضور دلالت کوي، که خبره د مقام يا فزيکي حضور وي، د هر عالم او سياسي مشر ځای بل څوک ډکولای سي، نو بيا ولي خلک افسوس کوي چي وايي دا ځای بل څوک نه سي ډکولای يا احمد په محمود پسي نه سي رسېدای؟ که موږ يوې کلمې ته خپل ولسي، عام او خپله کلمه لرو، نو څه اړتيا ده چي د عربي ژبي د (خلا) کلمه ټکي په ټکي پښتو ته په (تشه) راوژباړو؟ تشه خپل او ځای ډکول يې خپل ځايونه لري، لکه تش ګيلاس، ډک ګيلاس، تشه ګېډه، مړه ګېډه، تش موټر، ډک موټر، تش جېب، ډک جېب.
اوس به دلته څو داسي جملې وڅېړو چي د (تشه) کلمه پکي استعمال سوې وي:
۱: ښایي برتانوي ځواکونه په افغانستان کي د امریکایانو تشه ډکه کړي.
۲: ټرمپ له هندوستانه غواړي چي تر دې وروسته دي د افغانستان له پوځ سره د دوی د مرستو تشه ډکه کړي.
۳: په ننګرهار کي اوس هم د ښځينه ښوونکو تشه نه ده ډکه سوې.
۴: جرمنی غواړي چي د نورو هيوادونو په اتباعو د خپل پوځ تشه ډکه کړي.
۵: چین باید په ایران کي اقتصادي تشه ډکه نه کړي.
اوس له پورته جملو څخه د (تشه) کلمه ليري کوو:
۱: ښایي په افغانستان کي د بريتانوي نظامي مسئوليت امريکايانو ته وسپارل سي.
۲: ټرمپ له هندوستانه غواړي چي تر دې وروسته له افغان پوخ سره نظامي مرستي وکړي.
۳: په ننګرهار کي اوس هم ښځينه ښوونکي لږ دي.
۴: جرمنی غواړي چي په خپل پوځ کي بهرني ځوانان هم شامل کړي.
۵: چین باید د ايران اقتصاد پياوړی نه کړي.
په پورته جملو کي وينو چي د (تشه) مصنوعي کلمه ليري سوې، خو جمله ساده، لنډه، جامع او ولسي محاورې ته نژدې سوي ده او د دې تر څنګ د جملو مفهوم هم تر پخوا روښانه سوی دی.