کور / راپور / ټرمپ: که ايران د بريد هڅه وکړه، د سختو ګوزارونو سره به مخ سي

ټرمپ: که ايران د بريد هڅه وکړه، د سختو ګوزارونو سره به مخ سي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل تازه ټويټ کي ايران ته ګواښ کړی چي که يې د امريکا ګټو ته زيان ورسوی د نورو بريدونو سره به مخ سي.

ټرمپ په خپل ټويټ کي ويلي، چي امريکا د ايران ۵۲ ځايونه تر څار لاندي نيولي دي، که ايران د امريکا پرضد کوم ګام پورته کړي، سمدستي به دا ځايونه په نښه کړو.

ټرمپ زياته کړې، چي نور امريکا د ايران ګواښونه نه سي زغملای.

ټرمپ پر داسي مهال دا څرګندوي کړي، چي دوې ورځي وړاندي د ايران د القدس ځواکونو مشر قاسم سليماني د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه  د امريکا په هوايي بريد کي ووژل سو.

د هغه له وژني وروسته ايران ګواښ وکړ، چي د امريکا څخه به په مناسب وخت او مناسب ځای کي غچ واخلي.