کور / راپور / په کندهار کي د باسکټبال ټورنمنټ پایلوبي سیالۍ ترسره سوې

په کندهار کي د باسکټبال ټورنمنټ پایلوبي سیالۍ ترسره سوې

د باسکټبال د پیل سوي ټورنمنټ پایلوبه د شنبې په ورځ په سردار جمال ناصر طرزی ورزشي جمنازیم کي ترسره سو.

د لوبي تر پیل مخکي د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پرمهال خوښي څرګنده کړه، چي ځوانان ورځ تر بلي د ورزش په برخه کي د ځانه وړتيا ښئي او دا مهال د ښو لاسته راوړنو څخه برخمن دي.

ښاغلي منيب ځوانانو ته وویل، چي د بې ځايه ناستو پر ځای ورزش ته مخه کړي، ترڅو د سالم صحت څخه برخمن وي او وتوانیږي، ددې لاري د ځان او ټولني پرمختګ ته زمینه مساعده کړي.

دغه راز د ولايت مقام مرستيال ټولو ورزش کارانو ته د ورزش په برخه کي د ولايتي ادارې په استازيتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

وروسته د اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو امر هم په خپلو خبرو کي وویل، چي ياد ټورنمنټ د ولایتي ادارې په هڅو د باسکیټ بال فدراسیون او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکاري د ۱۲ ټيمونو ترمینځ په لاره اچول سوي وو، چي ۸ ورځي يې دوام وکړ او پایلوبه یې ۱۷ کلنو ځوانانو ټيم وګټل.

د پروګرام په وروستيو کي د ورزش کارانو له لوري یو لړ سپورټي نمایشونه هم ترسره سول او ګټونکي ټیم او یو شمیر مسؤلینو ته ترتیب سوي ډالۍ هم ورکول سوې.