کور / راپور / هند د عمران خان په ځواب کي : “جعلي خبر ونیول سو، ټویټ ډیلیټ سو.”

هند د عمران خان په ځواب کي : “جعلي خبر ونیول سو، ټویټ ډیلیټ سو.”

د پاکستان لومړي وزير عمران پر خپل ټويټر داسي يوه وېډيو خپره کړه، چي ګڼي هندي ځواکونه د مسلمانانو سره د تشدد ډک چلند کوي، خو څو ګړۍ وروسته يې بېرته خپل ټويټ ډيليټ کړ.

عمران خان وروسته له هغه دا وېډيو ليري کړه، چي ګڼو کسانو دا جعلي وبلل او اصلا دا ويډيو د بنګلدېش پوري اړه درلوده.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رويش کومار پر ټويټر د عمران خان د خپرې سوې وېډيو اړوند ويلي: “جعلي خبر، ونیول سو، ټویټ ډیلیټ سو.”

دا لومړی ځل نه دی چي عمران خان جعلي خبرونه خپروي. له دې وړاندي هم څو ځلي د داډول کړنو له امله پر عمران خان نيوکي سوي دي.