کور / راپور / په کينيا کي د امريکايي پوځيانو پر اډه بريد سوی

په کينيا کي د امريکايي پوځيانو پر اډه بريد سوی

الشباب ډلي د کينيا په لامو ولايت کي د امريکايي پوځيانو پر اډه بريد کړی دی.

د رويټرز اژانس په حواله،  نن سهار وسلوالو د مانډا په نوم د امريکايي او کيني ځواکونو پر ګډه پوځي اډه بريد کړی دی، خو لا تر دې مهاله د مرګژوبلي په هکله مالومات نسته.

په مانډا پوځي اډه کي د امريکايي او کيني ځواکونو ترڅنګ د نورو هيوادونو پوځيان هم ميشت دي او په کينيا کي د سختدريځو اسلامپالو پرضد پوځي عمليات له همدې اډې څخه تنظيمېږي.

الشباب د القاعدې سره تړلې سختدريځه اسلامپاله ډله ده، چي په صوماليا، کينيا او ورڅېرمه هيوادونو کي وسلوال فعاليتونه کوي.