کور / #PTM / په جرمني دي د پي ټي ايم د مشرتابه ټاکنو خبرتیا

په جرمني دي د پي ټي ايم د مشرتابه ټاکنو خبرتیا

جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بلنلیک

ټولو جرمن مېشتو درنو او ویاړلو پښتنو افغانانو ته!

د پښتون ژغورنې غورځنګ ټاکنیزه ډلګۍ ( الیکشن کمېشن) د جرمني د کور کمېټې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د بهرنیو اړېکو د مشر په همغږۍ سره د 2020 کال د جنورۍ په 11مه نېټه د جرمني پي ټي اېم د مرکزي ډلې ( کورکمېټې) د نوې مشرتابه لپاره ټاکنې تر سره کوي.
له تاسې ویاړلو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د ټاکنو په ورځ په پوره ایماندارۍ سره برخه واخلئ او دې پروسې ته لا ډېر اعتبار ورکړئ.

په پښتنه مینه

د جرمني ټاکنیزه ډله (اېلکشن کمېشن)
11.01.2020 : نېټه
وخت: 14:00
پته:
‏Konrad-Adenauer-Straße 104
‏42651 Solingen – Germany
……………………………………………….
د ټاکنو څرنګوالی:

د جرمني مرکزي ډله ( کور کمېټۍ) د کمېټۍ له مشر، مرستېالانو او د څانګو د مشرانو او مرستېالانو څخه جوړه ده، چې ېوه سلاکاره ېا مشورتي جرګه به هم لري.
ټاکنې به د ټول جرمني په کچه ترسره کیږي، څو هر ریښتینی پښتون/ افغان پکې برخه واخلي او که وغواړي، ځان د پې ټې ایم جرمني مشرتابه لاندي پوستونو ته نوماندېدلای شي.
ـ مشر
ـ مالي چارو مشر
ـ رسنیزو چارو مشر
ـ اړیکو چارو مشر
ـ د بشري حقونو چارو مشر

ټاکنې به د اېلکشن کمېشن تر څارنې لاندې په خپلواکه ولسواکه، او شفاف ډول تر سره کېږي او رایه به په پټه کارېږي.

د نوماندۍ شرطونه:

۱- مشر به خامخا په الماني ژبه پوره برلاسی وي او که انګرېزي ژبه او یا نوري ژبې یې زده وي، نو دا به لا ښه وي.
۲ – مشرتابه به د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.

۳ – د پښتو، پښتونولۍ او قامي مبارزې سره به یې تړاو لرلی وي او لري به یې.

۴ – د ټاکنو په ورځ به په لنډو ټکو کښې خپل کاري پلان روښانه کوي.
۵ – مشر به دټېم په بڼه خپل دوه مرستېالان هم د ټاکنو په ورځ اعلانوي.

۶ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ د ویاند دنده په غاړه لري.

۷ – د رسنیزو چارو مشر به د جرمني د کور کمېټۍ په سلا او مشوره د رسمي او ټولنېزو رسنيو له لارې غونډې، خبرتېاوې او اعلامیې شریکوي او ورسره به د جرمني پې ټې اېم درېځ نړیوالو ته روښانه کوي.

۸ – د مالي چارو په مشر باندې به د درغلۍ او فساد تورونه نه وي لګېدلي.

۹ – د اړیکو د چارو مشر به د غورځنګ لپاره د ملاتړ او غړو په موندلو کې فعالې هڅې کوي.

۱۰- د بشری حقونو د کميټې مشر به د جرمني او اروپایې ټولنې په قوانینو پوه وي، دی به د پښتو تر څنګ په جرمني او انګليسي ژبو بشپړ لاس بری اوسی.
د زده کړو کچه یی باید چی د ماسټرۍ نه کمه نه وي.

۱۱- د مرکزي ډلې ( کور کمېټې) د نورو څانګو مشران هم داړتیا پربنسټ له یوه څخه ډیر مرستیالان له ځانه سره یو ځای نوماندولی شي.

که چېرې دټاکنیزې ډلګۍ ( اېلکشن کمېشن) کوم غړی وغواړي، چې مشرۍ ته ځان نوماند کړي، نو د جنوري تر نهمې نېټې پورې به خامخا خپله استعفا ټاکنیزې ډلګۍ (اېلکشن کمېشن) ته وړاندې کوي.

سلاکاره یا مشورتي جرګه به په خپله خوښه که وغواړي د ټاکنو د اوسني کمېسون دغړو، د جرمني پخوانۍ کور کمېټۍ له غړو او ېو شمیر فعالو ځوانانو او مشرانو جوړه وي.
که شونې وه په جرمني کې د سېاسي ګوندونو او ټولنو نه یو یو کس، كه چېرې وغواړي دمشورتي جرګې غړی کیدلی شي.
مشورتي جرګه به د پې ټې اېم جرمني کور کمېټۍ سره په هر برخه کې مرسته کوي او مشورې ورکوي.

درانه نوماندان دې دنوماندۍ غوښتنلیکونه د جنورۍ تر لسمې نېټې پورې ټاکنیزې ډلې (اېلکشن کمېشن) ته پر لاندي برېښنالیک یا وتساپ راولېږي.

Email:ptmgermanyelectioncommission@gmail.com
+491621356202

پښتون ته ژوندون غواړو