کور / راپور / کندهار: طالبانو په خاکرېز کي د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړی دی

کندهار: طالبانو په خاکرېز کي د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړی دی

طالبانو د کندهارپه خاکرېز ولسوالي کي د افغان ملي اردو پر يوې قرارګاه بريد کړی دی چي تر ډېره پوري جګړه روانه وه.

دا حمله د خاکرېز ولسوالۍ پر شرغي قرارګاه سوې او طالبانو د ګڼو افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

خو د کندهار امنيه قومندان تادين خان وايي، چي افغان سرتېرو يو موټربم يې هدف ته له رسېدو وړاندي ويشتلی دی.

امنيه قوماندان جنرال تادين خان وايي، وسله والو نن سهار د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په شرغې قرارګاه د موټر بم برید هڅه وکړه، خو امنیتي ځواکونو له وړاندې وویشت او چاودنه يې وکړه، وروسته نورو وسله والو ډله ایزه حمله کړې او امنیتي ځواکونو سخت مقاومت کړی.
قوماندان ادعا کوي، چي امنيتي ځواکونو د وسله والو برید پر شا تمبولی او پر مهال يې نهه وسله وال وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي.
قوماندان په پېښه کي د يوه سرتيري د وژل کيدو او يوه بل د ټپي کيدو خبره هم مني.
تادين خان وايي، اوس حالت عادي دی او سیمې ته نور مرستندویه سرتېرې هم رسېدلي دی.