ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ دوه شپېتمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
(ښوونځی د زده کوونکو پر مخ وتړل سو) که (ښوونځی وتړل سو)؟
————————————————————-
ټول پوهېږو چي ښوونځی د زده کوونکو لپاره پرانيستل کېږي، که تړل کېږي هم، نو مانا يې روښانه ده چي زده کوونکي نه سي ورتلای. ښوونځی د هيوادونو تر منځ رسمي پوله نه ده چي پاسپورټ او وېزه والا خلک به ورباندي تېرېږي او که چا پاسپورټ او وېزه نه درلوده، نو لاره به ورته تړلې وي. کله چي د ښوونځي نوم اورو، نو سمدلاسه مو زده کوونکي سترګو ته درېږي او پوهېږو چي کله يو ښوونځی وتړل سي نو زده کوونکي نه سي ورتلای، نو بيا څه ضرورت لرو چي له دري ژبي څخه يوه اوږده او بې مانا جمله ټکي په ټکي پښتو ته راوژباړو؟
ما په دري ژبه کي دغه ډول جملې ډېري لوستي، خو تر اوسه مي په پښتو کي د ولسي خلکو له خولې نه دي اورېدلي چي فلانی مکتب د شاګردانو پر مخ خلاص او يا وتړل سو، خلک لنډ او ساده وايي چي (مکتب وتړل سو) يا (مکتب خلاص سو). په دې جلمه کي (د زده کوونکو پر مخ) برخي ته ګرسره اړتيا نسته او بې ضرورته يې جمله اوږده او مصنوعي کړې ده. په دري ژبه کي ميرزايان ليکي چي: ((در مرکز ولايت فراه نیز (۲۰) باب مکتب به دلیل نگرانی های امنیتی (به روی شاگردان) بسته شده اند.))
ځيني ميرزاډوله خبريالان خو لا دا جمله هم ورسرباری کړي چي ( او زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخي سول). کله چي ښوونځي تړل کېږي ښکاره خبره ده چي زده کوونکي به له زده کړو څخه بې برخي کېږي. دلته به د دې ډول جملو څو بېلګي راواخلو:
۱: په پنجوايي ولسوالۍ کي د بېلابېلو لاملونو له وجي دوه ښوونځي (د زده کوونکو پر مخ) تړل سوي دي.
۲: د روزګان ولايت په ناامنو سيمو کي (۸۹) ښوونځي (د زده کوونکو پر مخ) تړل سوي دي.
۳: د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کي اته بابه ښوونځي بيرته (د زده کوونکو پر مخ) پرانیستل سول.
۴: د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د نجونو تړل شوی ښوونځی بېرته (د زده کوونکو پر مخ) پرانیستل سو.
۵: د سر پل ولایت په صیاد ولسوالۍ د نسوان آهو منځنی ښوونځی بیرته (د زده کوونکو پر مخ) پرانیستل سو.
اوس له دې جملو څخه (د زده کوونکو پر مخ) برخي ليري کوو:
۱: په پنجوايي ولسوالۍ کي د بېلابېلو لاملونو له وجي دوه ښوونځي تړل سوي دي.
۲: د روزګان ولايت په ناامنو سيمو کي (۸۹) ښوونځي تړل سوي دي.
۳: د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کي اته ښوونځي بيرته پرانیستل سول.
۴: د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د نجونو تړل شوی ښوونځی بیرته پرانیستل سو.
۵: د سر پل ولایت په صیاد ولسوالۍ د نسوان آهو منځنی ښوونځی بیرته پرانیستل سو.
اوس وينو چي جملې هم لنډي، هم ساده او هم ولسي محاورې ته نژدې سوي دي.
درې شپېتمه برخه
ايا (قرار لرم)، (قرار لري)، (قرار لرو) او (قرار درلود) کومکي فعلونه پښتو دي؟
———————————————————————-
د هري ژبي په ګرامر کي کومکي فعلونه (auxiliary verbs) ځانګړی ارزښت لري. دا ناخپلواک فعلونه که څه هم په جلا ډول معنوي ارزښت نه لري، خو د اصلي فعلونو تر څنګ ليکل کېږي او د جملې په جوړښت او رغښت کي خورا مهمه ونډه لري، مثلا د يوه شي موقعیت يا ځای ښيي، يو حالت ثابتوي، جمله بشپړوي، پر يوه زمانه دلالت کوي او داسي نور.
پښتو ژبه خپل ځانګړي مرستندوی يا کومکي فعلونه لري، خو ځيني میرزاډوله خبريالان او ليکوالان د دې فعلونو پر ځای د دري ژبي کومکي فعلونه ليکي. لکه (قرار لري)، ( قرار لرم)، (قرار يې درلود)، قرار به ولرم) او (قرار به ولري). د دې فعلونو يو عیب دا دی چي يو خو اوږده دي او بل هیڅ ډول ولسي ريښه نه لري. مثلا موږ وايو چي (احمد په کور کي دی) خو ميرزا وايي چي: (احمد په کور کي قرار لري). دلته به په څو جملو کي د دغه ډول فعلونو بېلګې وڅېړو:
۱: افغانستان په يوه مهم پړاو کي (قرار لري).
۲: نړۍ په خطرناک وخت کي (قرار لري).
۳: مرحوم به تل د هېواد د دفاع لپاره د جګړې په لومړۍ کرښه کي (قرار درلود).
۴: حکمتيار: وياړم چي د کفارو په تور لیست کي (قرار لرم).
۵: افغان حکومت په دفاعي حالت کي (قرار درلود).
۶: د انتخاباتو په درشل کي (قرار لرو).
اوس له دې جملو څخه پردي کومکي فعلونه ليري کوو او پر ځای يې د پښتو (دی، ده، و، يم، يو) کومکي فعلونه ليکو:
۱: افغانستان په يوه مهم پړاو کي دی.
۲: نړۍ په خطرناک وخت کي ده.
۳: مرحوم به تل د هېواد د دفاع لپاره د جګړې په لومړۍ کرښه کي و.
۴: حکمتيار: وياړم چي د کفارو په تور لیست کي يم.
۵: افغان حکومت په دفاعي حالت کي دی.
۶: د انتخاباتو په درشل کي يو.
اوس وينو چي جملې له يوې خوا ساده او لنډي سوي او له بلي ولسي ژبي ته نژدې سوي دي.