کور / راپور / کابل ښاريان د جرمونو زياتوالي سخت اندېښمن کړي دي

کابل ښاريان د جرمونو زياتوالي سخت اندېښمن کړي دي

کابل چي د هيواد په کچه ګڼ نفوسه ولايت دی، پکي د غلاوو، قتلونو او نورو جرمونو کچه هم لوړه ده. خو په دې وروستيو کي د کابل ښار پېښو خلګ اندېښمن کړي او له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي د جرمونو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په نژدې ورځو کي د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کي غلو ګڼ کسان وژلي او يا يې هم ژوبل کړي دي.

علي سینا مظفري د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د دریم کال محصل و، چې یو کال تعجیل یې واخیست او د افغانستان امریکايي پوهنتون کې یې زده کړې پیل کړې، وسله والو غلو د ده د لوړو زدکړو په ارمان علي د خاورو ډېرۍ واړولې او د یو مبایل او لپ ټاپ کمپیوټر لپاره یې وواژه.

قدیر مظفري د علي سینا ورور چې دی ورته په کوچنیوالي کې یتم پاتې شوی و وايي، ځوانیمرګ ورور مې نړۍ ارمانونه له ځانه سره ګورته یوړول.

نوموړی له دولت غواړي چې د ورور قاتلین یې ونیسي.

کابل ښاریان وايي، چې له ماښام وروسته د غلو او مجرمینو له ډاره له کوره د باندې نه شي راوتلای.

دوی وايي، چې د امنیتي ارګانونو د نه پاملرنې له امله هره شپه په کابل ښار کې غل خلک لوټي او که یې مقامت وکړ وژني یې.

د کابل امنیې قومنداني په کابل ښار کې د جرایمو زیاتوالی مني خو وايي، یوازې په تېرو پنځلسو ورځو کې د غلاوو، اخلاقي فساد او قتل په تور دوی ۴۳ تنه نیولي دي.

کابل ښاریان وایي، کله چې پولیس تورن کسان ونیسي، نو ډېر ژر له بنده خلاصیږي، چې دې کارغله نور هم زړه ورکړي.

د کورنیو چارو وزارت دغه خبره نه مني او وايي، چې دوی له غلو سره قانوني چلند کوي.