کور / راپور / ايران د اټومي تړون څخه ووتی

ايران د اټومي تړون څخه ووتی

ايران وايي، له دې وروسته به د خپل اټومي پروګرام په هکله نړيوالو محدوديتونو ته ژمن نه وي او دوی به په ازادانه توګه په دې برخه کي فعاليت کوي.

دا اعلان وروسته له هغه وسو چي تېره جمعې ورځ د ايران د قدس ځواکونو مشر قاسم سليماني په عراق کي د امريکا په هوايي بريد کي ووژل سو.

د سليماني وژلو ايران په غوسه کړی او له امريکا څخه يې د سخت غچ اخيستلو ژمنه کړې ده.

ايران په ۲۰۱۵ کال کي د امريکا او ځواکمنو هيوادونو سره د اټومي پروګرام په هکله يوې هوکړې ته ورسېدی، چي له مخي به يې ايران خپل اټومي فعاليتونه کموي او په مقابل کي به امريکا پر ايران ځيني بنديزونه ليري کوي.

خو د امريکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دغه تړون څخه ووتی او ويې ويل، چي دا تړون هيڅ اغېز نه دی کړی.

اوس ايران ويلي، چي د اټومي پروګرام په تړاو ټولي کړي ژمني فسخه کوي او له دې وروسته به کوم محدوديت ته ژمن نه وي.