کور / راپور / ټرمپ د عراق حکومت ته: که غواړئ چي موږ ووځو، زموږ لګښتونه راکړئ

ټرمپ د عراق حکومت ته: که غواړئ چي موږ ووځو، زموږ لګښتونه راکړئ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، تر څو چي يې له عراق څخه خپل لګښتونه نه وي اخستي تر هغو به له دغه هیواد څخه امريکايي ځواکونه ونه وځي.

ټرمپ دا خبري د عراقي پارلمان د هغه پرېکړي په غبرګون کي کړي چي له مخي يې بايد امريکايي ځواکونه له عراق څخه ووځي.

تېر ماښام د عراق پارلمان يوه بېړڼۍ غونډه رابللې وه او په دغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو د پاتي کېدو يا وتلو په هکله رايه واچول، چي اکثريت حاضرو استازو د امريکايي ځواکونو د وتلو طرحه تصويب کړه.

ولسمشر ټرمپ بيا ويلي، چي دوی په عراق کي په مليونونو ډالر مصرفونه کړي، ترڅو چي عراق ددوی لګښتونه بېرته ورنه کړي امريکايي ځواکونه به له عراق څخه ونه وځي.

په سيمه کي وروسته له هغه کړکېچ زور اخيستی چي د جنورۍ پر ۳ نېټه امريکايي بې پيلوټه الوتکي د ايران د القدس څانګي پر مشر قاسم سليماني بريد وکړ او هغه يې د څو نورو لوړپوړو چارواکو سره ووژی.

د سليماني د وژلو وروسته ايران ګواښ کړی چي ددې پېښي غچ به واخلي، خو امريکا ويلي، که ايران د برید هڅه وکړه ددغه هيواد ۵۲ مرکزي نقطې به په نښه کړي.