قاسم سليماني څوک وو؟

Aziz Rahman Hazim | جنوري 6th, 2020


ليکنه: میرویس سمون بارګزی

زما نوم قاسم سلیماني دی. په دې باید پوه سې چي د ایران، عراق، لبنان، غزې او افغانستان سیاستونه زه کنترولوم.
پورتنی پېغام د عراق جمهور ریس جلال طلباني د ۲۰۰۸ کال د پسرلي په یو غونډه کي امریکایي جنرال پیټریوس ته د خپل تلیفون څخه ور ښکاره کړی. پیټریوس په دې عجب پیغام هیڅ تعجب و نکړی. ځکه چي قاسم سلیماني یې پېژندی. داغسي که نه وو، کم هم نه وو.
‎- قاسم سلیماني ۶۳ کاله تر مخه د افغانستان د سرحد سره نیژدې په کرمان کي و زېږېدی. د لمړنۍ ښونځي لوستلو په څنګ کي یې پر پلار باندي د دولت د نهه زره ریالو د قرض د اداء کولو لپاره خټګري کوله. د لمړني ښوونځي څخه په ۱۳ کلنۍ کي فارغ سو. په داغه کال یې کلی پرېښوی. که یې ۴۵ ورځنی عسکري تعلم حساب نه کړو نو زدکړې یې فقط پنځه کاله لمړنۍ ښونځي پوري محدودي دي.
‎-په اتلس کلنۍ کي د ایران د اوسني لېډر خامنیي د یو شاګرد د مجلسونو سره اشنا سو.
‎- د خمیني د انقلاب پر وخت۲۲ کلن وو چي د مهاباد د کردانو د قیام سرکوبولو ته واستول سو. کردان یې سرکوب کړل. د سپاه پاسداران انقلاب (سپا) صادق غړی و ګڼل سو.
‎- د ایران- عراق د جنګ په لویو عسکري عملیاتو کي کامیاب سو. د دغه ځایه یې مهم روابط جوړ کړل چي ټول عمر یې استفاده ځني وکړله. په ایران کي تر اوسه پوري د ایران – عراق د جنګ هغه قومندانان چي صادق ثابت سوي دي په لوړو مقامونو کي دي.
‎- قاسم سلیماني د ډیسپلین امتحان د ایران په ختیځ سستان- بلوچستان کي ورکړی. هلته یې د سنیانو په منځ کي د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د لویو لارو د غلو سره په مقابله کي په سلګونه شعیه عسکر له لاسه ورکړل خو کلک نظم یې راوستی.
‎- په ۱۹۹۷ کي ایران په یو حساس حالت کی وو. د ایران جمهور ریس محمد خاتمي د ( سپا) قوت ختمول غوښتل خو دیني لېډر خامنایی برعکس سپا نور هم قوي کوی. د ایران ختیځو سرحدونو ته سني پښتانه طالبان پراته ول. ایران خپل دا سرحدونه مصؤن نه حسول. طالبان یې د پاکستان او سعودي خلګ بلل د خپل ځان لپاره یې غټ تهدید حسوی. نو شخصا خامنایي ، قاسم سلیماني د سپا په چوکاټ کي د زورور لښکر ( سپاه قدس) مشر و ټاکی. په ۱۹۹۷ کي د سلیماني د ټاکل کېدو لوی سبب دا وو چي قاسمي په افغانستان کي ډېر بلد وو. له هغه وخته تر نن ورځی خامنایي د قاسم سلیماني څخه هیڅ ډول ملاتړ نه دی سپمولی.
‎- ایرانۍ خبرپاڼه آپارات د سلیماني په هکله لیکي “ خاور میانه روی انګشت این مرد میچرخد”
‎- هغه عراقي چارواکي چي د قاسم سلیماني سره یې شناخت درلودلی. د هغوی څخه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ تر منځ د امریکا سفیر (راین کراکر ) و پوښتل ایا سلیماني دینداره مسلمان دی؟ هغوی جواب ور کړ چي د لمانځه لپاره جامع ته ځي خو د هغه اصلي محرک او د مجادلې انګېزه پارس ملتګرایي ده.
‎-سپاه قدس په ۱۹۸۷ کی د خمیني له خوا د اسرائلو څخه د قدس د ژغورولو لپاره جوړ سو. د وخت په تېرېدو سره دا ډله د شعیزم د خدمت لپاره سوله. سنیان په دنیا کي ځني لیري سول. په ۱۹۹۷ کی د سلیماني د سپاه قدس د قومندان ټاکل کېدو سره دا ډله کرار کرار د استخباراتو په را ټولولو، د سوقصدونو او ترورونو، د تورو پیسو په جمع کونکې، د ورانکارۍ کولو او خاصو عملیاتونو په دستګاه بدله سوله.
‎د دې ډلي مرکز په تهران کي د امریکا د سفارت هغه تعمیر دی چي په ۱۹۷۹ کي ایراني محصلینو نیولی وو او ۴۴۴ ورځي یې هلته امریکایی کارکونکي اغوا کړي ول.
‎د سپاه قدس د غړیو شمېر مالوم نه دی خو یوه برخه یې د مستقیم جنګ لپاره، یوه برخه یې د خاصو سؤ قصدونو لپاره او یوه برخه یې د استخباراتو د را ټولولو لپاره په تهران او شیراز کي روزل کیږي. تر زدکړو وروسته د سپاه قدس غړي د دیني زدکړو لپاره د قُم ښار ته لېږل کيږي.
– سلیماني چي د سپاه قدس مشر سو پر لبنان یې ډېر ژر تاثر وکړی. د دُرزي د قبیلې مشر ولید جُمبُلات وایي چي په لبنان کي د تصامیمو نیولو مرکز اصلي حزب الله نه دی. مستقیماً علي خامنیي او قاسم سلیماني لبنان اداره کوي. د لبنان د صدراعظم رفیق حریري په وژنه کي هم سلیماني پړ ګڼل کیږي. کله چي سلیماني د قدس د اردو مشر سو، اسرایل پسله شپاړسو کالو د جنولي لبنان څخه ووتل. په ۲۰۰۶ کي چي د حزب الله او اسرایلو جنګ سو . د حزب الله په قرار ګاه کي سلیماني خاص ځای درلودلی. د ۴۴ ورځي جنګ په جریان کي د شعیه ملېشو له خوا په عراق کي پر امریکایان د حملو لږېدلو امریکایان حیران کړي ول. د نویارکر مجلې څخه ډیکسټر پیلسن وایي چي یو عراقي چارواکي را ته و ویل ، د لبنان او اسرایلو تر جنګ وروسته قاسم سلیماني امریکایی قومندانانو ته داسي مسیج لېږلی وو؛ “ امید لرم چي دا څو ورځي مو په بغداد کي پر ارامۍ او سکونت خوند اخیستی وي. زه په بیروت کي یو څه مصروف وم.”
– په افغانستان کي قاسم سلیماني د طالبانو په مقابل کي شمالي اتحاد سخت تقویه کړی خو بیا هم دلته ایران خپل ډېر قوت له لاسه ور کړی وو . په ۲۰۰۱ کي چي د امریکا پر تجارتي مرکز حمله وسوله، پر القاعده تاوان سوله او امریکا پر افغانستان د حملې اعلان وکړی. دا د ایران لپاره د اختر ورځ وه. ځکه د ایران له نظره طالبان د ایران د لوی رقیب سعودي خلګ ول . نو ایران د امریکا سره د پټو دروازو شا ته اتفاق وکړی. په جینیوا کي د امریکایي او ایراني چارواکو تر منځ یو لړ کتني وسولې. ایرانیانو د امریکایانو و مخ ته یو نقشه کښېښوله. په نقشه کي د طالبانو او نورو سني مسلحو ګروپونو د کمپنو، عسکري فرقو، د اسلحو د ډیپوګانو موقعیتونه د ټولو جزیاتو سره موجود ول. ایراني هیئت امریکایي هیئت ته و ویل، دا هغه هدفونه دي چي موږ یې ویشتل او محوه کېدل غواړو. امریکایي د هیئت غړی راین کراکر وایي چي ما ایرانیانو ته و ویل د دې نقشې څخه ځني نوټونه اخیستلای سو؟ ایرانیانو و ویل چي ټوله نقشه اخیستلای سی. دا نقشه ستاسو ده. راین کراکر وایي چي هغه وخت هم ایراني هیئت ته ټولي لار ښووني قاسم سلیماني کولې. تر ۲۰۰۲ پوري ایران او امریکا په افغانستان کي په ګډه کار کوی. تر څو چي بوش ایران د شر محور و بلی.
ایران د ۲۰۰۱ څخه تر ننه په افغانستان کي تقریباً تر نیم زیاد حکومت په لاس کي اخیستی دی. د افغانستان ټول چارواکي ایران په پیسو، ترورونو باندي تطمیع کړي دي. ایران وتوانېدی چي د افغانستان سیکولر هزاره ګان او شعیه ګان مذهبي توندلاري کړي. د محرم په لسمه شعیه ګان داسي تندلاري کوي چي پایتخت، مزارشریف او هرات په بیرغونو او شعارونو داسي سینګاروي؛ ګواکي افغانستان سل فیصده شعیه مذهبه هیواد دی. ایران افغانه مېډیا په لاس کي واخیستله. پر افغاني ژبو یې خپله پاړسي مسلطه کړله. د افغان واحد ملت داعیه یې د چیلنجونو سره مخامخ کړله. ایران افغان اقلیتونه د افغان ملي هیواد پر ضد و روزل. مثلاً ایران د افغانستان په هر ولایت کي لمړی شعیه ګانو او بیا پاړسي ژبو ته رسیدګي وکړله. ټول یې منظم او رهبري کړل. د افغانستان د هزاره ګانو ولایات لکه دایکنډی او بامیان تر کابل د تهران امر ښه مني. پژواک تازه عکسونه خپاره کړي دي چي د قاسم سلیماني نوی ځای ناستی اسماعیل قاني او د سپا بل قومندان په بامیان کي د اوسني والي سره ازادانه ناست دي. همدا ډول په کندهار کي د احمدشاه بابا راوستلي شعیه کارګران ډېر لبرال ، صلح پسنده او ازاد فکره خلګ ول. خو په تېر ۱۹ کاله کي ایران داسي حالت ته را و رسول چي اوس ټول د ایران سره روژه او اختر کوي، نه د افغانستان سره . په ۳ ملیونیز کندهار کي شعیه ګان نیم فیصد هم نه دي مګر د کندهار څخه پارلمان ته په یوولسو وکیلانو کي اول نمبر رایه یو شعیه اخیستې وه. په ۲۰۰۴ کي، یونس قانوني ته، په ۲۰۰۹ کي ، ۲۰۱۴ کي او په ۲۰۱۹ کي عبدالله عبدالله ته د کندهار شعیه ګانو رایه مفته ورکړله. که څه هم دا شعیه ګان د پښتنو سره جوړ دي مګر تر شا ایران کلک ولاړ دی د پښتنو په مقابل کي یې قوي کوي. په تېرو انتخاباتو کي اشرف غني مکمل کندهار په لاس کي اخیستی وو خو بیا هم شعیه ګانو عبدالله ته ۳ زره رایي ور ټولې کړلې.
ایران هغه ټولي افغاني انکشافي پروژې تخریب کړلې چي هغه به واحد افغان ملت جوړوی او یا به یې ایران ته تاوان رسېدی. مثلاً د اوبو پر بندونو یې حملې وکړلې. د ښارونو مرکزونه یې د سقوط سره مخامخ کړل. متنفذین او چارواکي یې ترور کړل. یا په پیسو یې رانیول. حنیف اتمر، حامد کرزي غوندي لوی خلګ د ایران په لاس کي ول. شعیه او یا پاړسي ژبي د افغانستان مشران د لویه سره د ایران خلګ دي. د کندهار مړه قومندان رازق هم د ایران څخه اسلحې رانیولې. ادعا کیږي چي اتمر د ایران په امر رازق په کندهار کي و ساتی، اشرف غني یې ور پرې نه ښوی چي په کندهار کي اصلاحات راولي. بله ادعا داسي ده ؛ ایران د کندهار په ولایت کي د رازق په توسط بمونه و چاودل چي د اماراتو سفیر، د کندهار د والي معاون او ګڼ عرب او افغان چارواکي یې شهیدان او ټپیان کړل. د اماراتو سفیر په کندهار کي سرمایه ګذاري کوله خو ایران پرې نښوی. دا کار یې د سر په قیمت ور ته تمام کړی. تر څو بیا بل څوک کندهار ته د ابادۍ لپاره ور نیژدې نسي. د کندهار په ولایت کي چي رازق بم و چاودی امریکایانو سترګي پر پټي کړلې. رازق چي اماراتو و ویشتی هم امریکایانو سترګي پر پټي کړلې.
پورتني مثالونه مشت نمونه خروار حسابل کیږي. په ټول افغانستان کي ایران ننوتلی دی. په افغانستان کي د ایران مداخلې ټولي د قاسم سلیماني تر مشري لاندي کېدلې. هزاره او ځیني تاجک مشران قاسم سلیماني ( حاج قاسم) بولي. د خدای دوني اطاعت نه کوي لکه د حاج قاسم.
په افغانستان کي د ایران رول او نفوذ د ایران تر هر همسایه زیاد دی. په تېر ۲۳ کاله کي د حاج قاسم په افغانستان کي پر مداخلې باندې د ماسټرۍ او دوکتورا تیزسونه هم نسي زسېدلای. خو د بده مرغه په دې هکله څېړني او مقالې بیخي موجودي نه دي.
یادونه: د قاسم مرګ افغانانو ته دا چانس ورکړی چي په خپل دولت کي د ایران ننوتل و ویني. که په پاکستان کي ور ته پېښه وسي شاید د افغانستان ټول ارګانونه مالوم سي چي د پاکستان په لاس کي دي. امریکا په افغانستان کي خپل کار کوي. د افغانانو استراحت او امنیت یې تر افغانانو زورورو ته ور پریښی دی.
– ایران په ۲۰۰۲ کي پوه سوی وو چي امریکا د اشغال دوهم هدف عراق ټاکلی دی. د وختي څخه یې تیاری نیولی وو. د دې تیاري کوردیناتور هم قاسم سلیماني وو. د ایران تخمین رشتیا سو. امریکا ، عراق اشغال کړی. ایران د وخته یو لوی قوت برابر کړی وو تر څو د ایران نیابتي جنګ په عراق کي مخ ته یوسي.
د مهدي اردو، د حزب الله لېوا، د بدر لېوا او د عصائب اهل الحق؛ د ایران حمایه کړي هغه شعیه ګروپونه ول چي د ایران د لوی دښمن صدام حسین د را نسکورولو لپاره یې د امریکا سره همکاري وکړله. د صدام حسین د نسکورېدو وروسته دغو ګروپونو پر امریکایانو اسلحې را واړولې. امریکا ته د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ په منځ کي تر ویټنام وروسته تر ټولو ډېر تلفات په عراق کي ور واوښتل.
د کلینټن د جمهوري ریاست د وخت د تروریزم سره د مجادلې د ادارې یو مهم مامور( ریچارډ کلارک) والسټرېټ ژورنال ته ویلي دي چي “قاسم سلیماني یو شیطاني نابغه دی چي په منطقه کي د ایران د نفوذ د زیاتېدو لپاره کار کوي.”
په سوریه کي د عراق د حکومت د جوړولو لپاره ایران، حزب الله او ترکیه سره را ټول سوي ول. قاسم سلیماني هم په دې غونډه کي وو. هغه وخت ټولو خبري اژانسونو وویل چي سلیماني پر ټولو اړخونو زور راوستی چي مالکي د ایران صدراعظم سي. داغسي وسول.
د عراق د لېډرانو څخه جمهور ریس جلال طلباني یو د هغو کسانو څخه وو چي د سلیماني سره یې ډېر ملاقاتونه کول. په ۲۰۱۰ کي د ۹ میاشتي سختو مذاکراتو وروسته امریکایانو ، د ایران له ملاتړه برخمن مالکي صدراعظم کړی. امریکایانو غوښتل چي مالکي په عراق کي د امریکایانو پاته کېدل و غواړي. دا کار کېدونکی وو خو قاسم سلیماني کله مساعده کوله.
ډیکسټر فیلکینس وایي چي قاسم سلیماني په مذاکراتو کي دوه شرطه درلودل. یو د ایران سره ښه روابط درلودونکی جلال طلباني بابد جمهور ریس پاته سي او بل مالکي او د حکومت د ائتلاف غړي به پر دې اسرار کوي چي امریکایان به په تمامه مانا له عراقه وزي. داغسي هم و سول.
د قاسم سلیماني رول چي به په جنجالونو کي هر څونه ډېر وو خو چا قاسم سلیماني هلته نسوای لیدلای. ګارډین ورځپاڼي ته یو امریکایي چارواکي سلیماني داسي معرفي کوي. “ هغه یو بې رحمه دی. واک یې هر څوک په تعجب کي کوي. هغه په هر ځای کي دی او په هیڅ ځای کي هم نه دی.
د عراق د ملي امنیت پخوانی مشاور موفق ربعا وایي “ قاسم سلیماني د عراق تر ټولو زورور سړی دی. د هغه بې اجازې په عراق کي هیڅ هم نه کبږي.”
– سپاه قدس چي سلیماني یې قومندان دی نه یواځي په ایران کي، په ټول منځني ختیځ کي ساری نه لري. د منځني ختیځ تقریباً ټول شعیه ګروپونه یې پر ځان را تول کړي دي. داعش چي د عراق د نیمایي څخه زیاده برخه ونیوله. سلیماني بیا ساحې ته راغلی. په عراق کي یې د مالکي پر ځای عبادي صدراعظم کړی. په دې وخت کي سلیماني پر مېډیا تر هر وخت ډېر را ښکاره سو.
د کومه وخته چي سلیماني د قدس د اردو قومندان سوی وو. خپل نوم او کړني یې په دقت سره د مېډیا څخه پټولې. خو د داعش سره د مخامخ کېدو سره نور ، قاسم په عراق کي د ایران د زور او قوت د نمایش سمبولیک نوم سو. د ایران رسمي او غیر رسمي خبري اژانسونو ، ویبسایټونو هره ورځ د عراق په مختلفو نقطو کي، کله د عراقي اردو سره، کله د شعیه ملېشو سره، کله د پېشمرګه عسکرو سره د قاسم سلیماني عکسونه خپرول پیل کړل.
بله مهمه خبره دا چي د داعش سره د جنګ لپاره د شعیه ملېشو څخه جوړ سوی حشدالشعبي ګروپ چي سلماني د پردې تر شا قومنده ور کوله، د امریکایانو سره اوږه په اوږه د داعش په مقابل کي جنګېدل. داعش په ۲۰۱۴ کال په موسول کي خلافت اعلان کړی چي په درې کاله کي د عراق له خاوري پاک سول.
قاسم سلیماني په عراق کي ورځ تر بلي خپل واک زیادوی. اخري ځل د ۲۰۱۹ د اکټوبر په میاشت کي چي د حکومت په مقابل کي مظاهرې شروع سولې، سلیماني بیا مطرح سو.
د تهران او بغداد تر منځ اوه سوه صفحې پټ مالومات نویارک ټایمز خپاره کړل . نویارک ټایمز خبر خپور کړی چي د عراق مظاهرې د ایران مداخلې په مقابل کي وې. په دې وجه سلیماني بیا عراق ته راغلی.
اخري ځل امریکا د حزب الله لېوا بمبار کړله او سبب یې دا وښوی چي حزب الله پ کرکوک کي پر امرزکایي اډه توغندۍ ور غورځولي دي.

– په سوریه کي د ۲۰۱۱ کال د جنګ د شروع څخه مخالفین غالب ول. په ۲۰۱۳ کي چي په لمړي ځل قاسم سلیماني مداخله وکړله د جنګ پله واوښتل. د اسد مخالفین کرار کرار پر شا کېدل. قاسم سلیماني په سوریه کي تر روسیې او اسد دواړو ډېر تاثر ګذاره وو. هلته یې ترکیه، امریکا، فرانسه په نیابتي جنګ کي پر شا و تمبول. د اسد چوکۍ یې ور و ساتله. غیر رسمي شمېرې وایي چي په سوریه کي دوه نیم زره ایراني عسکر مړه دي. د سلیماني معاون خیرالله صمدي هم په سوریه مي ووژل سو.
په ۲۰۱۹ فبروري کي د منځني ختیځ مهمه بله پېښه دا وه چي د سوریې جمهورریس بشرالاسد ایران ته ولاړی. دا دعوت سلیماني جوړ کړی وو. د بشرالاسد استقبال ته سلیماني ورغلی وو، د ایران خارجه وزیر جواد ظریفي نه وو. پر دې موضوع ظریفي استعفا وکړله خو قبوله نه سوله.
– د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کي امریکا سپا په رسمي ډول د ترورستو ګروپونو په لیست کي ثبت کړی. په دې ډول امریکا په لمړي ځل د یو دولت اردو په رسمي ډول تروریست ګروپ اعلان کړ. ایران هم د امریکا د مرکزي قواوو قومنداني (CENTCOM) په رسمي ډول تروریست ګروپ اعلان کړی.
د ایران یو خبري چینل ته په اخري ځل سلیماني و ویل “ ټرمپ چي تهدیدونه کوي. هغه ته جواب ور کول زما وظیفه ده. د ټرمپ مخاطب زه یم. نه جمهور ریس روحاني.”
تېر کال د جولای په میاشت کي سلیماني په سوریه کي وو. هلته یې د ایران په حمایه کي عسکري ګروپونو ته امر وکړئ “ د امریکا سره جنګ ته اماده اوسئ.”
– په یمن کي د مرکزي حکومت او سعودي عربستان د ائتلاف په مقابل کي حوثي وسلوال مقاومت هم قاسم سلیماني تنظیموی.
– د ۲۰۱۱ کال د می په میاشت کي قاسم سلیماني د ایران د قُم ښار په لوی دیني مرکز حقانيه مدرسه کي شاګردانو ته سیمینار ور کوی. په دې سیمینار کي د لمړنۍ ښونځي فارغ استخباراتي کس سلیماني د لیدلوري پراخوالی لیدل کیږي.
سلیماني په سمینار کي و ویل ، په منځني ختیځ او افریقا کي ټولنیز حرکتونه د انقلاب لپاره تردټولو غټ امکانات راوړي. تاسو باید خپل مسئولیتونه و پېژنئ. سلیماني هغه وخت په سوریه کي مداخلې ته اشاره کوي او همدا رنګه خپل نیت ښکاره کوي چي عرب بهار به د ایران په ګټه استعمالوي. سلیماني وایي.” نن ورځ د ایران ظفر یا ماته په مهران او یا خرم شار کي نه مالومیږي. سرحدونه مو پراخ سول. په مصر، عراق، لبنان او سوریه کي به خپل ظفر وینو. دا ټول پر مختګونه د اسلامي انقلاب مېوې دي.”
– په دریمه د جنوري د شپې د ۲ بجو پر شا او خوا چي قاسم سلیماني په بغداد کي د طیارې کښته سو او هغه موټر ته وختی چي ده ته منتظر وو. په همدې وخت کي یو راکټ را وتوغول سو. د امریکا په دې راکيټ د سلیماني سره اوه کسان و وژل سول.
نوټ: ایران یو قوي دولت دی. د سلیماني په وژل کېدو یې سیسټم نه ړنګیږي. خو سلیماني مهم وو. تر خامنیي وروسته د ایران دوهم زورور کس حسابل کیږي. د سلیماني د وژل کېدو پېښه به تر شا یو عالم پېښي نوري د ځانه سره راوړي.

میرویس سمون بارګزی

Copyright Larawbar 2007-2024