کور / راپور / خليلزاد قطر کي د طالب مشرانو سره کتلي دي

خليلزاد قطر کي د طالب مشرانو سره کتلي دي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ قطر ته رسېدلی او هلته یې د طالب مشر ملابرادر سره ليدلي دی.

تېره مياشت د امريکايي استازو او طالبانو ترمنځ د يوې هفتې خبرو اترو وروسته دا لړۍ وځنډېدل. او لامل يې داور بند رامنځ ته کېدل وښودل سول.

خليلزاد هغه مهال ويلي وو، چي موږ به د لنډي مودې وقفه واخلو ترڅو طالبان د اوربند په هکله د خپلو مشرانو سره سلامشورې وکړي.

په دې وروستيو کي ځيني خبرونه خپاره سول، چي طالبانو اوربند ته غاړه ايښې ده، خو وروسته طالبانو دا خبره رد کړه.