کور / راپور / د بهرميشتو پاکستانيانو ټولنه: رياست دي د ترهګريز سياست څخه لاس واخلي

د بهرميشتو پاکستانيانو ټولنه: رياست دي د ترهګريز سياست څخه لاس واخلي

د بهر ميشتو پاکستانيانو ټولنه (ساتهـ) وايي، چي پاکستان دي د ترهګريزو ډلو د روزولو او ترهګريزو پاليسيو څخه لاس واخلي.

دغه سازمان پر پاکستاني رياست ږغ کړی، چي په دغه هيواد کي دي د بشری حقونو سرغړوني ودروي.

د (ساتهـ) سازمان غړي وايي، چي پاکستانی رياست د ترهګرو پالنه کوي، بشري حقوق تر پښو لاندي کوي او هغه څوک چي د خپلو حقونو غوښتنه کوي، د رياست او استخباراتو لخوا يې ږغ خاموشه کېږي.

 ساتهـ په خپله تازه اعلامیه کې ویلي:

“دپاکستان پوځ دې په بهرنۍ او کورنۍ تګلارو کي د ترهګرو ګوندونه د یوې آلې په توګه کارول نور ختم کړي.”

د دغه سازمان يو مشر ډاکټر تقي وايي، چي پاکستان اوس هم د ترهګريزو ډلو او طالبانو سره مرسته کوي:

“طالبان د بلوچستان په کچلاغ کې موجود دي کورنۍ یې هم هلته دي، پاکستان اوس هم د طالبانو سره ولاړ دی” .

پاکستان په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی هيواد بلل کېږي او په له همدې امله يې يې نړيوال حيثيت له لاسه ورکړی دی.