کور / راپور / چارواکي: په بلخ کي ګڼ شمېر طالبان وژل سوي دي

چارواکي: په بلخ کي ګڼ شمېر طالبان وژل سوي دي

د بلخ چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي يې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د ۲۱۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، چي په تېرو پنځو ورځو کي د بلخ ولايت په بېلابېلو ولسواليو کي تر دېرش زيات طالب وسلوال وژل سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

د رضايي په خبره په وژل سويو کسانو کي د طالبانو يو مهم قومندان هم شامل دی.

نوموړی وايي: “حبیب الله چې په خنجر مشهور او د طالبانو یو مهم قومندان و هم وژل سوی دی، نوموړی یو له هغو کسانو څخه وو چي د بلخ ولایت په ډېرو ولسوالیو دولت اباد، زارع، چاربولک، کشنده کې یې خلاص لاس درلود او پراخ فعالیتونه یې کول.”

تر دا مهاله طالبانو د حکومت ددغي ادعا په هکله څه نه دي ويلي.