کور / راپور / جواد ظريف: امريکا به خاماخا له منځني ختيځ څخه وځي

جواد ظريف: امريکا به خاماخا له منځني ختيځ څخه وځي

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف وايي، چي د قاسم سليماني د وژلو سره امريکا دا حتمي کړه، چي له منځني ختيځ څخه به وځي.

ظريف په تهران کي يوې غونډي ته په وينا کي وويل: “متحده ایالات به د خپلې ګستاخۍ قاطع او حتمي ځواب په داسې یو وخت او ځای کې ترلاسه کړي، چې تر ټولو زیات درد احساس کړي”.

په دغه غونډه کي د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی وو.

د امريکا او ايران ترمنځ ناندريو وروسته له هغه زور واخيست چي د ايران د قدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سليماني امريکا په بغداد کي په نښه کړ او د يو هوايي بريد په نتيجه کي يې ووژی.

جواد ظریف په داسې حال کي امریکا ته د قاطع او حتمي ځواب ورکولو ګواښ کړی، چي له دې مخکي د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ، که چېرې د امریکا پر ګټو او یا پر کوم امریکايي برید وکړي، نو امريکا به د ايران ۵۲ مرکزونه په نښه کړي.