کور / راپور / ايران په عراق کي د امريکا پر پوځي اډو بريد کړی دی

ايران په عراق کي د امريکا پر پوځي اډو بريد کړی دی

نن سهار ايراني ځواکونو په عراق کي پر دوو امريکايي اډو باندي راکټي بريدونه کړي دي. دغه بريدونه د قدس ځواکونو لخوا سوي دي.

د امريکايي رسنيو په حواله نن سهار وختي د عراق پر دوو امريکايي اډو باندي راکټي بريدونه سوي، خو لا تراوسه مالومه نه ده چي امريکايي ځواکونو ته کوم زيان اوښتی که يا.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي د پېښي په هکله يې راپور ترلاسه کړی دی او ولسمشر ټرمپ يې له حالاتو خبر کړی دی.

ولسمشر ټرمپ دغه بريدونو ته په تازه غبرګون کي ويلی، چي هرڅه سم دي، که کومه ستونزه وه، موږ به د نړۍ هري برخي ته پوځ ولېږو، موږ يو پياوړی پوځ لرو.

د ايران او امريکا ترمنځ وروسته له هغه حالات نور هم ترېنګلي سول، چي امريکايي ځواکونو په عراق کي د ايران د قدس ځواکونو مشر قاسم سليماني ووژی.