کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ څلورشپېتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ څلورشپېتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

د (بې فرهنګه انسان) کلمه څه مانا لري؟

————————————-

فرهنګ يا (Culture) خورا ډېر تعريفونه لري. ځيني تعريفونه يې په فلسفه، ځيني په سياسي آيډيالوژيو او نور يې بيا په فرهنګي ټولنپوهنه (Cultural Anthropology) پوري اړه لري. سړی په پوره ډاډ نه سي ويلای چي دغه تعريف ښه او هغه بل يې ښه نه دی، هر تعريف د فرهنګ يوه څنډه روښانه کوي او خپل منطق لري.
که دا ټول تعريفونه سره وګنډو بیا هم یو جامع او مانع تعريف نه سو وړاندي کولای، ځکه چي ځيني تعريفونه يو بل نفي کوي، خو بیا هم زه به يې یو ساده او داسي تعريف رانقل کړم چي لږ تر لږه زه ورسره موافق يم. ((د انساني ټولني هغه پخواني معنوي او مادي ارزښتونه او ژوند کولو وسايل چي لاس پر لاس له يوه نسل څخه بل نسل ته رسېدلي، د وخت په تېرېدو سره يې بدلون موندلی او د يوې ټولني پر ژوند ژور اغېز ولري، فرهنګ بلل کېږي)).
ځينو ټولنپوهانو فرهنګ پر دوو برخو وېشلی چي يو يې معنوي او بل يې مادی اړخ دی. معنوي اړخ ته يې تهذيب او مادي اړخ ته يې تمدن (Civilization) ويلی دی. په معنوي برخه کي ژبه، عقاید، ادبيات، کږني انګېرني او داسي نور راځي، خو تمدن بیا د ژوند کولو مادي برخه بولي، لکه د ژوند د اړتياوو سرچينې، وسايل او له دې سرچينو او وسايلو څخه د کار اخیستلو وسايل لکه د کورونو جوړښت، د کښت او کروندې ډول، د کاليو جوړښت، خوراکونه او د خوراک لوښي او داسي نور.
کله کله بيا يو دود هم مادي او هم معنوي اړخ لري، مثلا يوه ډله باور لري چي مړي تر مرګ وروسته هم له دوی سره اړيکي لري او دوی له هر ډول افتونو او بدمرغيو څخه ساتي، لکه زلزله، سېل، وبا، توپان، وچکالي، بېوزلي، د نورو قبايلو يرغل او داسي نور، خو د دوی ارواګاني هغه وخت له دوی سره مرسته کوي چي جسدونه يا د جسد پاته شوني يې دوی ته نژدې په ونو کي ځای پر ځای سي.
دا باور معنوي اړخ لري، خو کله چي دا قبیله خپل په مړو کالي واغوندي او بیا هغوی ته د ونو په سرونو کي ځالي ور جوړي کړي، بيا هغوی په دې ځالو کي ځای پر ځای کړي او هر کال د ځانګړو مراسمو په ترځ کي د هغوی کالي ورتبديلوي، دې اړخ ته يې مادي اړخ ويلای سو.
دلته پر دې اړخونو بحث نه کوو چي فرهنګونه څنګه جوړ سوي، څو پړاوونه يې وهلي، د ودي او يا پرمختګ عوامل يې څه دي او يا کوم تهذیبونه او تمدنونه بد او کوم يې ښه دي، بلکي يوازي پر دې موضوع خبره کوو چي ایا د بشريت په تاريخ کي داسي لنډمهاله يا اوږدمهاله مقطع او برخه راغلې چي انسانان دي ګډ سره اوسېدل، خو هيڅ ډول فرهنګ يې نه درلود؟
دا خبره ځکه کوم چي له رسنيو څخه يې اورم او په کتابونو کي مي هم ډېر ځايه لوستي چي ځيني خلک خپلو مخالفينو ته د سپکاوي په نیت بې فرهنګه وايي. دا عبارت يوازي د کوڅې او بازار خلک نه وايي، بلکي ليکوال، فرهنګيان او سياستوال يې هم ليکي او هم يې وايي.
دا عبارت که څه هم لومړی په دري ژبه کي رواج سوی، خو اوس ميرزايانو پښتو ته هم ټکي په ټکي او ورته تلفظ او مانا راوړی دی. ببرک کارمل به تل د خپل حکومت په دوره کي په خپلو ويناوو او مرکو کي مجاهدينو ته (اشرار بې فرهنګ) ويل او ما هم دا اصطلاح لومړی له ده څخه اورېدلې او اوس يې هم ځيني خلک وايي او لیکي يې، خو د دې اصطلاح علمي ريښه نه ده ورمعلومه.
که څه هم د ببرک کارمل هدف د خپلو سياسي او جنګي مخالفينو سپکاوی او ښکنځل وه، خو که يې بې فرهنګ نه وای ورسره ياد کړي هم يې د زړه بړاس ایستل کېده، ځکه چي (اشرار) (شر) ته منسوبه کلمه ده چي چي د (شر اچوونکو) مانا لري او دا هم لوی ښکنځل دي. زه دې موضوع ته له سياسي زاويې څخه نه ګورم، په دې ليکنه کي د کارمل پر ملامت او مجاهدينو پر سلامت بحث نه کوم، زما موضوع د دې عبارت څېړل او علمي ريښه پيدا کول دي.
کېدای سي کارمل دا کلمه هم له ځينو بهرنيو منابعو څخه راژباړلې او یا د ده په نظر دا کلمه هم يوه ايډيالوژيکه اصطلاح وي لکه قوم ته چي يې (مليت) ويل، خو دا چي دا اصطلاح يې عامو خلکو ته په ويناوو او مرکو کي يادوله، نو باید عام خلک يې په ريښه پوه سي او هغه ميرزايان او ليکوالان چي اوس هم فکر کوي بې فرهنګه انسانان سته، باید د دوی له دلایلو او منطقو هم خبر سي.
انسان د خپل ژوند د پيدايښت او پايښت په ټول بهير او هر پړاو کي په يوه فرهنګي کړۍ کي ژوند کړی او دا بهیر مخ پر وړاندي روان دی، هغه که لوی او يا کوچنی فرهنګ دی، که د ختيځ او يا لويديځ فرهنګ دی، که اوسنی او يا لرغونی فرهنګ دی، خو د بشریت په ژوند کي داسي ورځي شپې نه دي راغلي چي فرهنګ دي بیخي نه وي. دا خبره هم سمه نه ده چي يو فرهنګ په بشپړ ډول بد او بل فرهنګ په بشپړ ډول ښه دی او يا په پخوانیو فرهنګونو کي يو يې ښه او بل يې يو مخ بد و.
فرهنګ له ګڼ شمېر دودونه څخه جوړ دی، همدا دودونه دي چي د هر چا له نظره يو بد او بل يې ښه دی يا یو دود د يوې ټولنې او بل د بلي ټولني په ګټه دی او يا لږ تر لږه يوه ټولنه فکر کوی چي دا دود ښه دی او یا دوی ځان نه سي ځني بېلولای، مثلا ټول افغانان دا مني چي ډېر ولور ښه دود نه دی، خو څرنګه چي له فرهنګي پديدې سره په يوازي ځان مبارزه کول يا نه منل د فرد کار نه دی، نو له دې امله افراد مجبور دي چي ناوړه دودونه هم مراعت کړي.
د بشري تاريخ په اوږدو کي انسانانو ځيني دودونه رد کړي او پر ځای يې نوي دودونه جوړ کړي او يا يې له نورو فرهنګونو څخه پور کړي دي، يا يوې ډلي پر بلي ډلي یا قبیلې يا هيواد يرغل کړی او خپل فرهنګ يې په زور ورباندي تپلی دی.
موږ دا نه سو ويلای چي نوی جوړ سوی، پور سوی يا تپل سوی فرهنګ ښه او يا پخوانی يې ښه و، خو دومره ويلای سو چي دا د فرهنګي بهير يوه کړۍ او طبیعي مسیر دی.
قاعده د جزياتو له مخي نه، بلکي د کلياتو له مخي جوړېږي، پر دې فرضيه بحث نه کوو چي داسي يې وګڼه يوه مور يوې ليري جزيرې ته وتښتېدله، هلته يې ماشوم پيدا سو او مور يې پر لنګون مړه سوه. دا ماشوم له څارویو سره رالوی سو او بلوغ ته ورسېد. زما په نظر دا پېښه ځکه قاعده نه سي کېدای چي دا د بشری ژوند طبیعي بېلګه نه ده.
که داسي وګڼو چي يوه کوچنۍ قبيله له نورو انسانانو څخه ليري په يوه جزيره يا مغاره کي ژوند کوي، اوس پوښتنه دا ده چي ايا دوی تر خپل منځ خبري نه سره کوی؟ که تر خپل منځ په اشارو خبري سره کوي، نو ايا اشارې ژبه فرهنګي پديده او ځانګړتيا نه ده؟ له ليکلي تاريخ او تر ليکلي تاريخ مخکينيو انسانانو ځيني نښو نښانو، لکه هډوکو، انځورونو او د لاس نورو وسايلو څخه څرګندېږي چي دغه ډول خلکو به هم خامخا د نورو پخوانيو انسانانو په شان فکر کاوه، عقيده به يې درلوده، د خپلي عقيدې له مخي به يې ځيني شيان بد او ځيني به يې ښه بلل، خامخا به يې خپل نسل ته دوام ورکاوه او تر خپل منځ يې خپل او پردی درلود او د خپلوۍ لپاره يې ځانګړي منطق او معيارونه درلودل.
که دا منو چي دا هر څه يې درلودل، نو بيا ويلای سو چي دا ټولي مادي او معنوي پديدې او ځانګړتياوي فرهنګي او هيڅ يو انسان، هيڅ يوه ډله او هیڅ يو ملت بې فرهنګه نه دی، خامخا په يوه فرهنګ پوري تړلی دی، که پوره نه وي تړلی، نو د يوه فرهنګ يو دود يې ژوندی ساتلی او په هغه مفکوره يا مادي چوکاټ کي ژوند کوي.