کور / د ماشومانو نړۍ / صوبايي اسمبلۍ: امنيتي ځواکونه دي په خيبر پښتونخوا کي د ماشومانو له ښوونځي ووځي

صوبايي اسمبلۍ: امنيتي ځواکونه دي په خيبر پښتونخوا کي د ماشومانو له ښوونځي ووځي

د خيبر پښتونخوا ځايي مشران وايي، چي په دغه سیمه کي ايف سي د ماشومانو په ښوونځي کي دېره سوي او بايد ژرترژره له سکولونو څخه ووځي.

په صوبايي اسمبلۍ کي د اپوزيسون سیاستوالو او مشرانو هم غوښتنه کړې چي امنيتي ځواکونه دي د ماشومانو له ښوونځيو بهر سي، ځکه ددوی له وجي په لکونو ماشومان له زدکړو ليري پاتي دي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي صلاح الدين وايي:  ”په دې سکولونو کي د دې سرتيرو د هستوګنې هېڅ جواز نسته. بس زور کوي. ټوپک ورسره دی. له هر چا سره چې ټوپک وي، هغه زورور وي. موږ څو ځله له انتظامي چارواکو سره یوځای ورغلو خو امنيتي ځواکونه په هېڅ عمل نه کوي. د يو قانون احترام هم نه ساتي.”

په صوبايي اسمبلۍ کي د شمالي وزيرستان استازی ميرکلام وزير هم وايي، چي ايف سي خلګو ته ستونزي جوړي کړي دي او په لوی لاس يې ماشومان له زدکړو محروم کړي دی.

ښاغلی وزير وايي:  ”په دې سکولونو کې د دې سرتيرو د هستوګنې هېڅ جواز نشته. بس زور کوي. ټوپک ورسره دی. له هر چا سره چې ټوپک وي، هغه زورور وي. موږ څو ځله له انتظامي چارواکو سره یوځای ورغلو خو امنيتي ځواکونه په هېڅ عمل نه کوي. د يو قانون احترام هم نه ساتي.”

پاکستاني رياست که له يوې خوا د جګړې په نوم په لسګونو زره پښتانه ووژل، له بلي خوا يې ماشومان له تعليم څخه ليري وساتل ترڅو د خپل راتلونکي په هکله فکر ونه کړي او د خپلو حقونو له غوښتني تېر سي.