کور / راپور / تهران کي د الوتکی لوېدلو پېښه کي په لسګونو مسافر وژل سوي دي

تهران کي د الوتکی لوېدلو پېښه کي په لسګونو مسافر وژل سوي دي

نن سهار د ايران په پلازمېنه تهران کي يو ه اوکرانۍ بوينګ ۷۳۷ ماډل الوتکه له پرواز څخه وروسته رالوېدلې او پکي ګڼ مسافر وژل سوي دي.

دغه الوتکه د تهران د امام خميني له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته لوېدلې ده.

په الوتکه کي ۱۰۸ مسافر سپاره وه، چي د اکراين پلازمېني کيف ته روانه وه.

د ايران د سرې مياشتي ټولنه وايي، چي کېدای سي په الوتکه کي هيڅ يو مسافر ژوندی نه وي پاتي، خو ددوی مرستدويه ډله سيمي ته رسېدلې ده.