کور / اقتصادي / لغمان کي د ډاکټر تيستو ناکامورا په نوم پارک جوړېږي

لغمان کي د ډاکټر تيستو ناکامورا په نوم پارک جوړېږي

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کي د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډاکټر تېتسو ناکامورا په نوم دیوه پارک د جوړیدو د بنسټ ډبره کيښودل سوه.

ددغه پارک د بنسټ ډبرې د ایښودنې پرمهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي، د ملي امنیت لومړي مرستیال، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چي د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان سیمه کي یې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په شل جریبه ځمکه کي د ډاکټر تېتسو ناکا مورا په نوم د یوه پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.

نوموړی وایي، ددغه پارک تاسیسات، احاطه، د باغوان خونه، د سولري ابیارۍ سیستم او د سرسبزۍ ټولې چارې هم لري چي کارونه به یې په څلورو میاشتو کي بشپړ سي.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چي په دې ولایت کي یې د ماموریت په دوران کي هره اونۍ دوه ـــ درې د انکشاف چارې پیل او پای مومي.

هغه وایي، په دې ولایت کي به په ټولو برخو کي د انکشاف لړۍ همداسې روانه اوسي او هڅه کیږي چي لا ګړندۍ سي.

ښاغلي ننګ وویل، د ولسونو د غوښتنو او اړتیا وو ته په کتو په پلان کي ده چي مهترلام ښار لا پراخه او ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابر سي.

دلغمان والي دغه راز یادونه وکړه چي سږ کال به د الیاس خیلو د کانال سربېره د سرخکانو په سیمه کي د ملي پارک چارې هم پیل سي.

هغه ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ د انکشاف په برخه به یې هڅې لا ګړندۍ سي او د ولسونو په غوښتنه او اړتیا وو ته په کتو به د پروژو چارې پیلیږي.

بل لورته د سیمي یو شمېر قومي مشرانو خوښي اوښوده چي په سیمه کي یې د تفریح او سرسبزۍ په موخه ددغه پارک چارې ترسره کیږي.

.