کور / اقتصادي / افغان دولت لس مليارده نوي کاغذي افغانۍ چاپوي

افغان دولت لس مليارده نوي کاغذي افغانۍ چاپوي

د افغانستان د تدارکاتو ملي اداره پر داسي مهال د نويو افغاني بانک نوټونو د چاپ خبر ورکوي، چي د هيواد په ګڼو ولايتونو کي د افغانۍ د ترويج په موخه کمپاينونه پيل سوي دي.

د تدارکاتو ملي اداره وايي، چي ۳۸۰ مليونه کاغذي نوټونو قرارداد يې د يو پولنډي شرکت سره لاسليک کړی دی.

د دغې ادارې ویاند رامین ایازوايي، چې د دغې پروژې مجموعي ارزښت ۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي او د داوطلبۍ په پروسه کي یې څلورو شرکتونو ګډون درلود، چي د تر ټولو ټیټې بیې وړاندیز د PWPW په نوم یو پولنډي شرکت وکړ.

رامین ایاز زیاته کړه: “تقریباً ۱۵۰ میلیونه قطعه یې لسګون ده، ۱۵۰ میلیون قطعه یې شلګون ده، ۵۰ میلیون قطعه یې پنځوسګون ده او ۳۰ میلیون قطعه یې سلګون ده”.

له تېرو څو ورځو راهيسي په ننګرهار کي د وړو افغانيو د نه شتون څخه شکايت کېږي چي په دغه ښار کي خلګ وړو افغانيو ته لاسرسی نه لري.