کور / راپور / په فراه کي د افغان ځواکونو يوه چورلکه رالوېدلې ده

په فراه کي د افغان ځواکونو يوه چورلکه رالوېدلې ده

د ملي دفاع وزارت وايي، چي ساعت مخکي د فراه په پرچمن ولسوالي کي د افغان ځواکونو يوه اکمالاتي چورلکه رالوېدلې ده.

ياد وزارت په يوې اعلاميه کي ويلي، چي په دغه چورلکه کي دوه پېلوټانو خپل ژوند بايللی دی.

دا چورلکه فراه ولايت ته اکمالاتي توکي انتقالول، چي د بېرته راستنېدو پر مهال يې تخنيکي ستونزه پيدا کړې او په پرچمن ولسوالي کي رالوېدلې ده.