کور / راپور / په ايران کي د اوکرانۍ الوتکي لوېدلو پېښه کي ۱۰ افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی

په ايران کي د اوکرانۍ الوتکي لوېدلو پېښه کي ۱۰ افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی

د بهرنيو چارو وزارت وایي، چي په ايران کي د رالوېدلې الوتکي په قربانيانو کي لس افغانان هم شامل دي.

دغه الوتکه د تهران دامام خميني هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته راولېدل او پکي سپاره ۱۸۰ کسان ووژل سول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي په ايران کي افغان سفارت ته لارښوونه سوې، چي د افغان قربانيانو د انتقال لپاره لاس په کار سي.

نن سهار د ايران په پلازمېنه تهران کي يو ه اوکرانۍ بوينګ ۷۳۷ ماډل الوتکه له پرواز څخه وروسته رالوېدلې او پکي ګڼ مسافر وژل سوي دي.

دغه الوتکه د تهران د امام خميني له هوايي ډګر څخه د پورته کېدو وروسته لوېدلې ده.

په الوتکه کي ۱۰۸ مسافر سپاره وه، چي د اکراين پلازمېني کيف ته روانه وه.

د ايران د سرې مياشتي ټولنه وايي، چي کېدای سي په الوتکه کي هيڅ يو مسافر ژوندی نه وي پاتي، خو ددوی مرستدويه ډله سيمي ته رسېدلې ده.