کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : (۴۱) پروژي ګټي اخيستني ته چمتو شوې

ميدان وردګ : (۴۱) پروژي ګټي اخيستني ته چمتو شوې

ميدان وردګ ولايت كي  د كليواو پراختيا وزارت له لوري د ملي پيوستون د پروګرام له مخې(۴۱) پروژي د يوي اونۍ په ترڅ كي ګټي اخيستني ته چمتو شوي دغه پروژي د ميدان وردګ ولايت اړوند ولسواليو كي بشپړ شوي چي (۲۰) پروژي د نرخ په ولسوالۍ كي د زمرى په ۲۴ نيټه ګټي اخيستني ته چمتو شوي په دغه پرووژو كي دڅښلو پاكو اوبو دوه پروژي د (۱۷) څاګانو كيندل او په هغو دلاسي بمبو درول،

د (۷) متره په اوږدوالي او د(۵) متره په سور د يوپله جوړول،د لمريزي بريښنه (سولر) (۶) پروژي د (۵۵۸۰) واټه بريښنا په دلودلو سره، دكاريزونو (۷) پروژي د ۱۰۵۰مترو په اوږدوالي چي ۵۹۰۰جريبه ځمكه خړوبوي ، ۳۵۰ متره په اوږدوالي د پايپ غزېدل او ۱۳۸ متره مكعب په حجم سره داوبود ذخيري جوړولو يوه پروژه جوړه شوه،نوموړي پروژي د كليو د بيارغاوني او پراختيا وزارت له بوديجي څخه د(۹۲۵۶۹۴۶) افغانيوپه لګښت او د خلكو په سلكو كي د لسو۱۰% افغانيوپه ونډه اخيستلو سره دهكاري موسسي (سويډن كميټې) او پراختيا يي شورا ګانو لخوا بشپړي او ګټه اخيستلو ته چمتو شوي دي چي (۲۵۷۳) كورنۍ تري ګټه اخلي، په  دميدان ښار كي هم  دوه پروژي د څښلو پاكو اوبو دوه څاګانو كيندل او په هغو لاسي بمبو درول او داوبو لګولو يوه پروژه د دوه حوضونوجوړول د (۱۴) متره په پلنوالي او (۱۱) متره ژوروالي  بل يي د ۱۲ مترو اوږدوالي او ۷ متره سور د ۱.۵ متره ژوروالي د (۸۶۸۰۳۵) افغانيو په لګښت د نوموړى موسسي په مرسته ګټه اخيستني ته چمتو شوي چي (۲۹۰) كورنۍ به تري ګټه واخلي ، دچلريز ولسوالۍ كي هم دوه پروژي د كاريزاو محافظوي ديوال په جوړولود (۱۸۰۳۶۵۴) اافغانيو په لګښت ګټه اخيستني ته چمتو شوي

او همدارنګه د چلريز ولسوالۍ كي (۱۷) پروژي دملي پيوستون د پروګرام له مخي ګټه اخيستني ته چمتوشوي چي په دغه پروژو كي دڅښلو پاكو اوبو، لمريزه بريښنا، كاريزونو پاكول او نوري ټولنيزي پرمختيايي  پروژي د (۱۵۴۹۵۱۰۵) افغانيو په لګښت بشپړي او ګټي اخيستني ته وسپارل شوي.  ديادوني وړ ده چي په نږدي راتلوونكي كي به دا ډول نوري پروژي ګټي اخيستني ته هم  چمتو شي .