کور / تازه خبرونه / په ميدان ښار کښي دملي اردو ٨سرتيري سخت ټپيان شوي

په ميدان ښار کښي دملي اردو ٨سرتيري سخت ټپيان شوي

تيره ورځ غرمه مهال دملي اردو يوګاډي دميدان ودرګو ولايت په مرکز ميدانښا رکي دسړک دغاړي له يوماين سره برابرشو اواته ستيري په کي ټپيان شو يدي .


دملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوي اعلاميه کي راغلي دي چي  اته واړه سرتيري چي په يوه موټر کي سپاره وو دياد شوي ولايت پرمرکز ميدانښار پوري اړوندي سيمي کي ددښمن له ماين سره برابر شوي دي اواته واړه سرتيري په کي ټپيان شوي دي


اعلاميه کي دموټر دويجاړيدو يادونه هم شوي ده


خو دوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټلېفون په کرښه لراوبر ته ويلي چي ملګرو يي تيره تيره ورځ غرمه مهال ١٢ بجي داردو په ځواکونو دريموډ کنټرول ماين والووزاه اوپه کي په موټر کي سپاره ټول سرتير ي يي په کي وژلي دي


مجاهد وويل چي په دي چاودنهه کي موټر هم په پشپړه توګه ويجاړشوي دي


ولسمشر حامد کرزي په دي وروستيو وختونوکي دميدان ودرګو ولايت پخواني والي عبدالجبار نعيمي له دندي ګوښه اوځوا ن حليم فدايي ورته واستاوه ترڅوپه دي  ولايت کي وضعه ښۀ شي


خو دفدايي له راتګ سره سم په دي ولايت کي دامنيتي ځواکونو اودبهرنيوځواکونوپه وړاندي بريدونه زيات شوي دي او وضعه لا پسي خرابه شوي ده .


دغه ولايت چي دکابل په غربي دروازه کي پروت اودکابل کندهار لويه لاره له همدي ولايت څخه تيره شوي ده يو له  نا امن ترينو ولايتونو څخه شميرل کيږي


څه موده وړاندي په دي ولايت کي څلور امريکايي سرتيري سره له دوو ټآنګونو سره دمخالفينو په يوه بريد کي لولپه شوي وو.