کور / نثر / ازادژورنالېست كه تړلى ؟

ازادژورنالېست كه تړلى ؟


په پيل كې داپوښتنه راولاړيږي چې اصلاً ژورنالېست څوك دى اوچاته ژورنالست بايدوويل شي ؟
پدې اړه هم مختلف نظرونه موجود دي ،څوك چاته ژورنالست اوڅوك چاته ژورنالست وايي ،په هرحال څوك چې هرڅه وايي اوچاته په كوم نوم قايل وي اوځانته څه وايي دانوپه هغه شخص پورې پخپله اړه لري ،خودومره بايدووايوچې هرچاته دژورنالست خطاب كول دژورنالېزم سپكاوى دى ،هېڅكله هم هرچاته ژرونالست نه شووېلى ،كنه دپك سپكاوى ورته دڅڼياورخطاب د ى،خوموږبه پدې ليكنه كې لومړى راشوواضح كړوچې ژورنالېست څوك ؟ اوولې هرچاته ژورنالست نه شوويلى ؟
ژرونالست پخپله هغه مسلكې روزل شوى شخص دى چې دخپلوژورنالتيكووسايېلواوپوهې له لارې معلومات راټولوي اوبيايې دخپلوجينلونوله لارې خلكوته وړاندې كوي ،بس دهمدې ځانګړنې له مخې هرچاته ژورنالست نه شوويلى ،دوياړځاى دى چې نن ورځ ميډيا(رسنيو) دومره وده كړيده چې ډېروروشنفكرانوته پكې درزق دپيداكولوچانس برابرشويدى اورسنۍ په پوره شړك سره پرمختګ كوي ،چې دايون دتاييداودرناوي وړدى .
كيميت دومره اوج ته رسيدلى چې دمركزڅخه ولايتونودولايتونوڅخه كليو اوبانډوته هم دحركت لمنې وغزيدې ،په هرولايت كې دمجلو،اوونيزو،مهالنيوترڅنګ راډيويي اوتلويزيوني خپرونوهم پوره زورراوړى دى ،دتمويل كوونكوسرچينودې هم كورونه ودان وي ،هغوى هم داپه نظركې نه نيسي چې دكوم معيارله مخې يوه نشريه تمويل كړي ،اياپكې خپريدونكي توكي واقعاٌ دژورنالستيكواصولواوموازينوپرخټه ولاړدي ؟ كه يوازې اويوازې ورته دااړيته ده چې يوڅه سپين كاغذونه توركړي اوياهم څوكيسټونه له خپرندويه توكوډك كړي ؟
كيفيت خونن ورځ هېڅكله هم ندى ترډېره بريده ښه شوى ،بسنه پركيميت كيږي ،نن زمان خوبياله نېكه مرغه الكترونيكي وسايېلو(انټرنېټ) داسې زمينې برابرې كړې چې مكاني اوزماني فاصلې يې په حيرانوونكي ډول رالنډې كړې ،دمياشتواو اونيومزل يې ثاتيوته اودكيلومترواټن يې متروته راورساوۀ .
بس همداوجه ده چې دنشريودچلولولپاره هم غوره شرايط رامنځته شول ،خومتاسفانه دډېروژورنالستانو،ليكوالانو،اديبانواوشاعرانودمغزومحصول دځينوځوانانواودميډياووكاركوونكوله خواپه بېرحمۍ سره غلاكيږي.
ددې پرځاى چې په جرئت سره ووايي چې دښاغلي  . . . ليكنه ده اوسرچينه هم پكې وركړل شي څومره به ښه واى لكن متاسفانه چې ډېرې ليكنې ترسترګوكيږي چې پكې نوموړي اصول نه مراعات كيږي چې داپخپله دادب ژرونالېزم په پرنسيپونوكې لويه ګناه اوغټ جرم ګڼل كيږي ،له بلې خواغيرمسلكې ژورنالستان دمسلكي ژورنالستانوترڅنګ داسې فكركوي چې هرڅه وايي اوكوې يې هغوى ته پكې ازادي شته اوپه معياربرابردي ،كه څه هم Free lance ژورنالستان دمسلكي ژورنالستانوسره په نوروهېوادونوكې پوره توپيرلري چې غيرمسلكي ژورنالستانوته دقلمي همكارانوپه توګه قايېل اوحق الزحمه وركول كيږي ،زماموخه لدې څخه دانه ده چې څوك دتوهين شي اويادې داليكنه څوك دځان سپكاوى وبولي ،موږپرخپلوليكوالانو،ژورنالستانواودميډياووپركاركوونكووياړو،لكن هيله موداده چې هرژورنالست بايددخپلې ټولنې ترجمان اوژباړن واوسي مطلقه ازادي اصلاًهېچېرې وجودنه لري ،ولې دزادۍ لپاره هم خپل حداوچوكاټ ټاكل شوى وي ،شايدځينې ژرونالستان دخپلې ادارې دپاليسۍ سره سم په يوه برخه اوبياځينې نورشايدپه بله برخه كې ازادي ولري ،خوځينې وروڼه فكركوي چې هرژرونالست چې څه ويل خپرول اوليكل غواړي ،هغه ددۀ حق دى ،دازادۍ لپاره خوپه اساسي قانون كې دهريوملك اوبيادمطبوعاتوپرقانون كې هرڅه په ښكاره اوواضح ډول مشخص شويدي ،دومره ازادي چې ددين اومقدساتوسپكاوى پكې نه وي شوى ،ملي ګټوته پكې زيان ونه رسيږي ،دشخص حرمت ته پكې درنواوى په نظركې ونيول شي اوياځينې نورموانع چې دمطبوعاتوپرقانون كې درج شويدي دهغې په پام كې نيولوسره سم خپل نظراوبيان درك كړي ،بله مسله فكركوم چې ډېره اړينه ده هغه داچې دبيان ازادي دټولنې دسمون ،دموكراتيزه كيدواونيكمرغې ةولنې دپياوړتيالپاره كاروكړي ،بله ضورري او اړنيه برخه به داهم وي چې دميډياووفعاليتونه يوازې پرتجارت اومعامله استوارنه وي بلكې كيفيت ته پاملرنه وشي تركومه بريده چې ترسترګوكيږي كيفيت ډېرټيټ دى ،يولامل يې شايدداهم يي چې دژروناليزم اصول پكې نه مراعات كيږي يوازې دتجارتي اوسوداګريزې وسيلې په توګه ميډياووته ترجيح وركول كيږي اوبياڅومره كلكې ادعاګانې كيږي چې دژرونالستانولپاره دهرډول بيان ازادي جوازلري خوڅومره ازادي چې دميډياووكاركوونكيوته وركړل شويده ،ځينې وروڼه له هغې څخه له يوې خواافراطيت ته مخه كوي اوله بل پلوه خپله ازادي پخپله داسې صلب كوي چې هېڅ جرئت نه شي كولاى چې په هغه باندې دخپل حق دغوښتنې په توګه خوله هم خلاصه كړي هغه هم داسې چې په ډېرومواردوكې ديوكرېډيټ كارت چې ورته كله ناكله وركړل شي دټكسي كرايه ،دغرمې ډوډۍ اوياهم ډېرځلې دلنګۍ په څېرځينې سوغاتونوپه ترلاسه كولوسره خپل حق په لته وهي،بله ورځ هېڅكله هم دواقعيتونوڅخه پرده نشي پورته كولاى ،ځكه بياورڅخه دسوغات ليږدوونكي مراجع خوابدي كيږي ،زماوړانديزبه دايي چې تروسه هڅه وشي ترڅوژرونالستيكواصولواومعيارونوباندې ځانونه پوه اوبيايې دخپلې بې وزلې دربدره اوزرويدلي ټولنې دپرمختګ اوغښتلتيالپاره په جرئت سره وكاروو،تاسې فكروكړى څوك چې دمادياتوپربدل كې خپله ازادي له لاسه وركوي ،هغه ښاغلي ته به دازاد ژرونالست خطاب وكړاى شواوبيابه يې دا ادعاپرځاى وي چې دازادۍ دعوه كوي ،زماله دې ليكنې څخه هدف اوموخه داده چې ژرونالېزم ډېرسپېڅلى مسلك دى اوژرونالستان سپېڅلي خلك دي ،تل دنورودنيكمرغۍ لپاره قرباني وركوي ،همداوجه ده چې ژرونالستان تل دتهديد سره مخ كيږي حتى وهل ،ډبول ،بنديخانې قبلوي اوپه ډېرومواردوكې دخپل خوږژوندڅخه هم بې برخې كيږي اوپه مرګ محكوم شي ،ولې خپل مقدس مسلك ته ادامه وركوي .


الحاج سخي سرور مياخېل