کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/پنځه شپېتمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/پنځه شپېتمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

بې پايه جګړه که اوږده جګړه؟

————————–

هره ژبه ځانګړي تاکيدي صفتونه لري چي تر ډېره بريده پر مبالغه ولاړ وي، لکه ناپايه سيند، بې حده ګرمي، بې حسابه پيسې، بې شمېره خلک او داسي نور. دغه ډول صفتونه او مبالغه د تاکيد او يوه کار يا شي ته د ارزښت ورکولو لپاره وي، خو په ژورنالیزم کي مبالغه عيب دی. په ژورناليزم کي ژبه وسیله او مفاهيم د کلمو، ترکيبونو او جملو په وسیله له مبالغې او ابهام پرته روښانه بیان سي، هڅه کېږي چي یوه کلمه یا جمله يوازي يو مفهوم څرګند کړي او دا جمله باید عامه او ولسي وي. بايد هر څه په خپله اصلي بڼه او اندازه بيان سي، په ژورنالیزم کي تقريبي شمېرې او صفات سته، خو بې حده فعل، بهير او عددونه نسته، که څوک ووايي چې جهاد به تر قيامته پوري جاري وي، نو قيامت خپله يو زماني واحد دی، ياني کله چي قيامت راورسېد، جهاد به هم پای ومومي، پيسې، ګرمي، زلزله، باران او باد هم دقيق اندازه کولای سو.
په دې وروستیو وختونو کي د امريکا ولسمشر ټرمپ ويلي چي دوی به په افغانستان کي (بې پايه جګړه پای ته ورسوي)، خو زموږ خبريالان د دې پر ځای چي زيار وګالي او د پښتو پر ولسي بديل فکر وکړي، د ټرمپ خبره يې ټکي په ټکي ژباړلې ده. ټرمپ نه خبريال، نه ايډېټر، نه ژبپوه او نه هم له ژورناليستيکو اصولو خبر دی يا کېدای سي په انګليسي ژبه کي بې پایه جګړه يا (Endless war) روښانه مانا ولري او که روښانه مانا و نه لري، نو په دې خو ټول پوهېږو چي دا يو تاکيدي صفت دی. موږ په پښتو کي د بې پايه جګړې ترکيبي صفت نه لرو او نه هم هيڅ منطق لري. يوه جګړه چي پای نه لري، څوک به يې څنګه پای ته ورسوي؟ زما په نظر د دې جملې لپاره ښه بديل (اوږده جګړه) ده. که د ټرمپ خبري ټکي په ټکي و نه ژباړو او يوازي يې مفهوم راوخلو، نو هدف يې د افغانستان اوږده جګړه ده، ځکه امريکايي مشرانو تر دې مخکي څو واره ويلي چي د افغانستان جګړه د دوی لپاره تر ټولو اوږده جګړه ده.

شپږشپېتمه برخه

شمالي افغانستان که د افغانستان شمال؟

—————————————

که دوه ځايونه په يوه نوم يادېږي، نو د دې لپاره چي پوه سو کوم ځای مو د بحث موضوع ده، يو صفت ورسره يو ځای کوو. دا صفت کېدای سي د لوري، قوم، قبيلې يا بل نوم په مرسته سره جلا کړو، د بېلګي په ډول په زابل او کندهار دواړو کي د (ارغنداب) په نوم ولسوالۍ سته، له همدې امله د کندهار خلک د زابل ارغنداب د (توخو) ارغنداب بولي، د توخو ارغنداب يې ځکه بولي چي د دې ولسوالۍ ډېری خلک په خټه توخي دي.
دغه ډول په کابل او غزني دواړو ولايتونو کي يوه ولسوالي قره باغ نومېږي، نو د دې لپاره چي ښه وپېژندل سي خلک وايي چي د غزني يا کابل قره باغ. د ډيورنډ کرښي ها هوا ته هم دوې سيمي په يوه نوم يادېږي چي يوه يې شمالي او بله سيمه يې جنوبي وزيرستان دی. په نړۍ کي هم داسي دوه هيوادونه سته چي په يوه نوم يادېږي لکه شمالي او جنوبي کوريا. دغه ډول نومونو ته اړتيا لرو چي د لوري يا سمت په نوم يې ياد کړو، خو که د يوې سيمي يوه خوا مو هدف وي، دا سمه نه ده چي د شمالي، جنوبي، مشرقي يا غربي په نومونو يې ياده کړو، مثلا افغانستان یو افغانستان دی، دغه ډول هلمند هم يو هلمند دی، نو بيا يې ولي د شمالي افغانستان یا شمالي هلمند په نوم ياد کړو؟ ساده ويلای سو چي د افغانستان شمالي ولايتونه او د هلمند شمالي ولسوالۍ.
دا خبره ځکه مهمه ده چي دغه ډول کلمې او مفاهيم رواني اغېزي لري. که دغه ډول نومونه ډېر تکرار سي د وخت په تېرېدو سره د خلکو په ذهنونو کي د جلاوالي او بېلتون پالني روحيه پياوړې کوي، د دې سيمو تر منځ د ځينو توپيرونو، امتيازاتو، حاکميت او محکوميت موضوع راپورته کېږي چې په نتيجه کي يې ګيلو، تورونو، لوړ ګڼلو، کم ګڼلو او ناسالمي سيالۍ ته لاره هوارېږي. دغه ډول نومونه اکثره له انګليسي څخه ژباړل سوي او يا د بهرنيو خبريالانو د اغېز په نتيجه کي زموږ د خبريالانو خولو ته لوېدلي دي، لکه د شمال ټلواله چي د انګليسي د (Northern alliance) ژباړه ده، ژباړه ځکه ده چي د ډاکټر نجيب الله د حکومت تر نسکورېدو وروسته چي په افغانستان کي څومره سياسي ائتلافونه جوړ سوي، نو د يوه نوم هم (د شمال ائتلاف) نه و.