کور / شعر / یو باتور هیواد غرقیږی

یو باتور هیواد غرقیږی

د سلیمان لایق د شعر په اقتفاء چی وایی:

……………………………………….

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

یو باتورملت غرقیږی یو مظبوط وطن نړیږی

***

یوجهان مو دی جوړکړی

مینه او ژوند مو وربخښلی

ماشومان مو را لوییږی

ډیر په مینه روزل کیږی

جوړ بهار اوس خزانیږی

ډیر بی وخته اوس رژیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

اوس مو ژوند دی په بیدیا کی

مور او پلار مو په ژړا کی

هره ورځ مو چی تیریږی

واویلا مو را جګیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

اوس وطن کی مو وباء ده

هره خوا ته واویلا ده

که بیدیا ده که صحرا

د وحدت نغمي چلیږی

په هر ګوټ اوریدل کیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

کوڼډي رڼډي یتیماني

په دردو کی ډیر پریښاني

کور په کور دوی سرګرداني

په ډوډي پسی رواني

خدایګو دعا که مو قبلیږي

دا وطن به را ځلیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

پښتانه په لر او بر کی

په دننه او بهر کی

په نومونو رټل کیږی

یو له بله جلا کیږی

نه اولس کی اتفاق شته

نه په خلکو کی وفاق شته

نه اوس دوی سره یو کیږی

نه ښکاره سره جنګیږی

دوی به کله یو ځای کیږی

خو دوزخ کی به سوزیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

بل یو خرڅ شو په روبُلو

بل ګروپ خرڅ شو په دالرو

څوک یورو باندی خرڅیږی

څوک په ځان لا نه پوهیږی

څوک ارزانه پلورل کیږی

وطن به کله جوړیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

په هر خوا خلک ځوریږی

اتفاق نه ویشل کیږی

خلک وحدت ته هوسیږی

په یو تش لاس هیڅ نه کیږی

پښتانه سره یو کیږی

د یو بل په غم کی ژړیږي

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

***

لا وطن کی مو زمریان شته

لا په زړو کی مو توپان شته

لا په غرو کی مو لیوان شته

لا په دښتو مو لالان شته

لا ژوندي مو څه مشران شته

لا په خوله مو دا اعلان شته

لا ځوانان د آزادی په خوند پوهیږی

دا زموږ د سترګو وړاندې غنی ګوره څه تیریږي

پای

سمیع الله خالد سهاک

مونتری، کالیفورنیا

د جنوری اتمه، ۲۰۲۰کال