کور / تازه خبرونه / سوله که څلوېښت کلن سياسي غويمنډ؟

سوله که څلوېښت کلن سياسي غويمنډ؟

ليکنه: اېمل افغان

په سوله او اوربند کې د جګړه مارو ډلو هغه که حکومت، طالبان، رهبران، داعش او د دوي پياوړي باداران (امريکا، انګلستان، پاکستان، ايران او بلاخره ټول د سيمې هېوادونه) دي تاوان دی، ځکه په افغانستان کې که سوله راځي بيا څرګنده خبره ده، د هرې وران کارې ډلې لاسونه د جګړې په وړاندې پرې او سوله به حاکمېږي او د دوی ناوړه ګټې به له خطر سره مخ او څلوېښت کلنې مافيايي ډلې به ورکېږي.

په افغانستان کې د دې خلکو په شتون کې سوله ډېره يوه ستونزمنه خبره ده، چې راشي ځکه دغه سياسي ډلې چې لومړی رهبران وه، هغوی د امريکا په مالي مرسته د پاکستان په دسترخوان دېرش کاله پخوا لوی شول او پوره څلوېښت کاله د افغان حکومت پرضد تش د جهاد په نامه د خپل هېواد په ورانولو لاس پورې کړ، چې موږ جهاد کوو، حورې به په هغه دنيا کې د خپل ځان لپاره په برخه کوو او ملت دې هم له موږ سره په دې کار کې لاس يو کړي، ځکه د روسانو له وتلو سره به  هر څه زموږ شي او بې ډز او ډوزه به جنت ته داخل شو، بالاخره روسان و وتل او جهاد په دې خاوره کې ختم شو، کومه اړتيا نوره د اسلام د قايمولو لپاره په دې خاوره کې نه ليدل کېده، افغانان مسلمانان دي، بيا هم د همدې خلکو له لاسه کابل په وينو ولمبېده او خلک ناخوښ شول تردې پورې چې کډوالۍ ته د همدې رهبرانو له لاسه اړ شول، چې کور، کلی او هېواد پرېږدي او په پردي هېواد کې له ستونزو، نا چارۍ او بې عزتۍ سره مېشت شول.

 بله ډله په دې رهبرانو پسې همدې تور پنجاب پيدا کړل، چې هغه د طالب په نامه وه او هغوی غوښتل له دوی څخه ډېر يو پياوړی اسلامي نظام په دې ملت حاکم کړي، چې لومړی خو افغان انجونې له ښوونځيو او پوهنتونو څخه بې برخې کړې، چې ښځې زده کړې ته اړتيا نه لري دوي بايد يا په کور شي او يا په ګور او په جهادي رهبرانو پسې دې خلکو  له سپينو او تورو لنګوټيو سره را پورته شول، چې دا خلک له هېواد څخه ورک کړي، چې طالبانو همداسې وکړل او په دوه مياشتو کې د افغانستان ټوله خاوره تقريباً له نوي فيصده څخه زياته و نيوله يوازې او يوازې  شمالي(کوهدامان) د جګړې مرکز وګرځيد، په هغه ځای کې ډېر ښه د انګورو تاکونه وه، چې له دې مېوې څخه پنجاب ډېر پتنګ وه هغه يې له مخې وچ او اره کړل.

دا جګړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې، بله د آسمان يوه سياسي پرښته د اسامه بن لادن په نامه په دې خاوره کې را پيدا شوه، چې امريکايانو ويل دا موږ ته راکړئ او طالب صاحب هم خپل زور ورسره ازمويلو  او له هغوی سره ځان په يوه جوال کې واچولو، چې موږ نه درکوو دا خو زموږ لپاره د سرو زرو يو مرغه ده، چې خدای په لاس راکړ بلاخره خپل اسلامي امارات چې د همدغو امرياکايانو او پاکستان له خوا جوړ شوی او اداره کېده په دوه ساعتو کې له منځه يوړ او خپل تور او سپين لنګوټي له سره لرې کړل او ږيرې يې و خريلې او د تورخم له لارې زه ورته د پاکستان پوځ وايم ننوتل او خپل ژوند د پاکستان د ای ايس ای تر سيوري لاندې په ګرم او تود پنجاب کې پيل کړ، چې د دوی له ماتې وروسته په بن کې غونډې شروع شوې چې يودم هغه زړې افغانۍ ورسره يولک په پنځه سوه کلدارو بدلېدې او ښاغلی کرزی او د ده نور ملګري رامنځ ته شول او په شمار دوه پنځوس هېوادونه افغانستان ته د مرستو لپاره راغلل او په بوجۍ ډالر مرستې و شوې، چې په دې هېواد کې يو څه ابادي هم ورسره رامنځ ته شوه، نوی اساسي قانون وليکل شو، ټاکنې د جمهوري رياست لپاره و شوې ، نوی پارلمان رامنځ ته شو، تر يوه بريده کار وشو.

دلته چې تور پنجاب او طالب صاحب دا ډالر او مستې بهرنيانې وليدې نو يوځل بيايې د افغانستان په ورانولو لاس پورې کړ او دا خبره  په زړه کې ګرځېده، چې ژوند او ښايست خو داده، چې يوځل بيا افغان مېرمنې د ښوونځيو او پوهنتونو په لور روانې شوې، هماغه وه، دوی يوځل بيا د تورپنجاب په مشورې او د پاکستان د ای ايس ای تر مشرۍ لاندې په چاودنو او ورانيو لاس پورې کړ، د ښځو ښوونځي يې په ولايتونو کې و تړل  او کله به  چې افغاني انجينران وليدل وژل او کله به  پرې چاودنې کولې خو دا ټول هغه کارونه وه، چې افغاني اته رهبرانو هم پوره څلوېښت کاله وړاندې کول او ښوونځي به يې سوزول، پلونه به يې ورانول طالب صاحب او ترڅنګ ځنګلي داعش هم په همدې کار لاس پورې کړ، چې په نتيجه کې ورسره افغانستان هره ورځ وروسته پاتې کېږي.

زه په دې ځای کې يوه پوښتنه له دې خلکو څخه کوم، د علم زده کړه خو په نر او ښځې خدای (ج) فرض کړې ده، کله چې فرض شوه، بيا يې پرېږدۍ چې زده کړه وکړي دا چې تاسو دوی له ښوونځي او زدکړو څخه منع کوئ دا بيا خپله د فرض نه منل دي، په حقيقت کې دا هغه نغارې، ډولونه او پروګرامونه دي، چې د پاکستان حکومت  څرنګه دوی ته وهي، دوی ورته هماغسې ګډېږي او دلته په افغان مېرمنو عملي کوي او بل زموږ هېواد دومره پرمختګ نه ده کړی، چې موږ د انجونو لپاره جلا ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړو ترڅو هغوی په کې زده کړې وکړي.

خبرې ډېرې زياتې دي، چې موضوع را څخه لکه د طالبانو بې ځايه چاودنې سر ونه کړي، يو وخت به رهبرانو ويل، روسان د له افغانستان څخه و وځي، موږ بيا ټوپک په ځمکه ږدو او سوله به راځي، چې کله هغوی و وتل بيا هم دې خلکو سولې ته زړه ښه نه کړ او د ښاغلي ډاکټرنجيب الله احمدزي له حکومت سره يوه نه هېرېدونکې جفا او غټ جنايت وکړ، چې پوره بيا هم پنځه کاله جګړه وکړه، بلاخره کابل په وينو ولمبېده او افغانستان ورسره يوه پېړۍ وروسته پاتې شو، چې زه  ټوله پړه په همدې رهبرانو ور اچوم ځکه دا خلک د خپل واک خلک نه وه او نه اوس هم دي دا د پاکستان غلامان وه او غوښتل چې افغانستان وران کړي.

نو اوس طالب صاحب هم هماغه خبره په خوله او غوږ کې کلکه نيولې، چې يا له خدايه بې زاره شه او يا…….. د بهرنيان په ځانګړې توګه امريکايان له افغانستان څخه و وځي له تاسو څخه د افغان ملت دغه امريکايان ډېر بد راځي چاره نه شته، د دوي په وتلو سره به بيا د دې جګړې مهار کول څوک په غاړه واخلي دوهم دا چې تاسو خپله د امريکا او پاکستان ډالر او کلدارې خورۍ، که چېرته تاسو واقعي سوله غواړئ او انسانيت او مسلماني په ځان و منۍ دايې د حل لار نه ده، شل کاله د حامدکرزي له دورې څخه را په دې خوا ښاغلي ګلبدين حکمتيار هم د ډېرو چاودنو مسؤليت په غاړه واخيست او ويل به چې يو امريکايي په افغانستان کې وي زه نه راځم اونه به سولې ته غاړه کېدم او په دوی جهاد روا دی اوس خو افغانستان ته پوره اته زره امريکايان نور را روان دي دا به اوس څنګه کړې تا خو په ټاکنو کې هم برخه واخيسته ولې تاسو له ملت سره دومره جفا کوۍ او هغوی ته دروغ وايي.

 راځۍ چې لږ سره بيداره شو، د ملت له بې ځايه وژنو لاس واخلو، تاسو او خدای (ج) چې تاسو به څومره افغانان بې ځايه وژلي وي، راځۍ که څوک ځان ته مسلمان وايي د حديبې سوله مطالعه کړو، رسول (ص) په کومو شرايطو له کفارو سره سوله وکړه او کوم برياليتوبونه  ترلاسه کړل، موږ او تاسو خو د هغه امت يو او بل تاسو خو هر يوه درې او څلور لوېشتې ږېرې او شل متره پګړۍ په سر کړي، افغان ماشومان درمل او ډوډۍ نه لري، زه د يوه ژورناليست او ډاکټر په توګه چې دوه فاکولتې مې لوستې دي په دې خبر يم چې څه باندې اته زره افغانان د ککړې هوا له وجې په تبرکلوز، سرطاني او د ششونو په ناروغۍ اخته شوي، چې زه يې هره ورځ دغه ستونزې راجستر کوم، تاسو په کوم دليل ځانونه مسلمانان او او بيا افغانان بولۍ، په هېڅ صورت سره زه تاسو ته افغان او مسلمان نه شم ويلی، ځکه زما ملت نن شپه په کور کې لرګي نه لري، ډوډۍ نه لري، راځۍ له دې څخه به بله غوره خبره دا وي چې د امريکايانو له وتلو څخه لومړی په خپل عدالت او انصاف فکر وکړو، د حضرت عمر عدالت حاکم کړو، د هغه په وخت کې غريب نه پيدا کېده، چې چاه خيرات اخيستی وای، ولې دلته څوک په ارګ کې ګرمو بخاريو ته ناست دي او هلته څوک په قطر کې ګرمې خرما او شيدې وهي او څوک سڼور ډالر اخلي، افغان ملت څوک څه کوي چې کومه ستونزه لري؟

زه نور په افغان حکومت په ځانګړې توګه ځوان ملي اردو، ملي پوليسو، ملي امنيت او په پای کې ټول ملت غږ کوم بيداره شۍ دا جنايتکاران دي، دا اصلي افغانان نه دي، دا خاينين دي، دا د تور پنجاب په کاسه لوی شوي غلامان دي، که دوی په سياست پوهېدای او غوښتل دوی به د سياست او خبرو له لارې افغانستان ته داخل شوي وای، دوی به په دې خاوره کې خپل سياسي دفترونه فعال کړي وای ما ته په دې ځای کې د خدای بخښلي ډاکټرنجيب الله احمدزي هغه خبره را ياد شوه، چې ويلي دي (بياييد که صلح کنيم اشتی شويم يک شوروا را پخته ميکنيم زانو به زانو ميشنيم يا تو ملامت يا مه ملامت) خو بيا هم دوی ورسره د پاکستان له اشارې پرته سولې ته کې نه ناستل نور دې څوک دا ملت نه وژني، دا ملت هم حق لري په ارامه ژوند وکړي، ځکه د کوم رهبر يا طالب زوی مړ شو په دې څلوېښت کلنه جګړه کې يا يې اقتصاد خراب شو، د کوم طالب زوی بې خرما په قطر کې پاتې شو، کوم داعش ته د امريکا ډالر ونه رسېدل.

ژمی ده، ملت ډوډۍ نه لري، امنيتي ستونزې زياتې شوې دي، دلته هم په حکومت غږ کوم له ما څخه نيولې تر جمهور رئيس پورې بايد پښې کلکې کړو، د ټاکنو پايلې اعلان کړو، ملت ته کار وکړو، طالب او د هغوی باداران سوله نه غواړي، هسې يوه ډنډوره او د بسوګۍ واده ده، چې دې خلکو په لار اچولی ځکه په څلوېښت کالو کې چې دښمن سوله ونه کړه هغه تر اخره سوله نه کوي، دلته د پياوړو تصميمونو نيول په کار دي، نوې سياسي څېرې رامنځ ته کول په کار دي، ملت را ويښول په کار دي، دا به ترڅو دا تا ويلې او ما ويلې روانې وي، يوه پياوړې دکتاتوري په کار ده، د لس شل جنايتکارانو محاکمه کول په کار دي، خاين له کار څخه ګوښه کول په کاردي، طالب او داعش د عدالت ميز ته راکشکول په کاردي، په دندو بايد هغه کسان وګومارل شي، چې هغه په رښتينې توګه افغانان وي لنډه دا چې نور وينه تويول بس ده، که جهاد کول وي، جنت او حورې ګټل په دې شکل وي او بې ځايه زما ملت مري زه له دې جهاد څخه تېر يم او نه کوم، زما لپاره بهترينه ګټه د خپل هېواد جوړول، په ځوانانو زده کړه کول او يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کول غوره دي او که  څوک يې نه شي کولای خپل څادر دې په اوږه کړي ځي دې نور جګړه په دې خاوره کې بس ده.

.