کور / راپور / ټرمپ: زما په ولسمشرۍ کي به ايران د اټومي وسلو خاوند نه سي

ټرمپ: زما په ولسمشرۍ کي به ايران د اټومي وسلو خاوند نه سي

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چي پر ايران به تازه اقتصادي بنديزونه ولګوي او دغه هيواد به د اټومي وسلو د جوړولو څخه راوګرځوي.

ټرمپ په عراق کي پر امريکايي هوايي اډو د ايران د بريدونو په غبرګون کي د غبرګون پر مهال وويل، چي په عراق کي زموږ سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی.

“ملتونو اوږده موده په منځني ختیځ‌ او نورو هېوادونو کي د ایران تباه کوونکي او ناارامه کوونکي رویه زغملې ده هغه ورځې تېرې سوې، ایران د خپل ایټمي پروګرام په وسیله د ترهګرۍ لویه سرچینه او ملاتړی اوسېدلی، موږ به نور د دې کار اجازه ور نه کړو”.

ښاغلي ټرمپ وویل، دا ښکاره حقیقت دی چي امریکا اوس د نړۍ لوی پوځي او اقتصادي طاقت دی، خو وایي د دې دا معنا نه ده چي دغه زور وکاروي او نه غواړي چي ویې کاروي. وایي امریکایي پوځ او اقتصاد د ایران د مخنیوي لپاره کافي دي.

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په ټینګار سره وویل،‌ امریکا د نړۍ لوی او خطرناک ترهګر قاسم سلیماني و واژه، چي وایي د قدس ځواک په مشرۍ د امریکایي وګړو ژوند ته خطر وو، د ګڼو خلکو د وژنو ذمه وار وو،‌ ترهګرو ته یې روزنه ورکوله چي حزب الله وسلواله ډله هم پکي شامله ده. ښاغلي ټرمپ تور پورې کړ چي هغه پر امریکایي وګړو نور بریدونه کول خو دوی په وژلو سره د هغه د دې کار مخه ونیوله:

“پر عامو خلکو یې د ترهګرۍ بریدونه ترتیبول، په ټوله سیمه کي له کورنیو جګړو سره مرسته کوله،‌ په زرګونه امریکایي پوځیان یې وژلي او ټپیان کړي وو،‌ په وروستیو کي یې په عراق کي پر امریکایي پوځیانو برید ترتیب کړی وو چي څلور تنه پکي سخت ژوبل او یو امریکایي تن پکي و وژل سوه او په وروستیو کي یې په بغداد کي پر امریکایي سفارت برید منظم کړی وو”.