کور / د ډيورنډ کرښه / ننګرهار جرګه: د داعش وسلوالو کورنۍ د خيبر پښتونخوا جرګې ته سپاري

ننګرهار جرګه: د داعش وسلوالو کورنۍ د خيبر پښتونخوا جرګې ته سپاري

د ننګرهار د قبايلو چارو وزارت کي تېره ورځ د خيبر پښتونخوا ګڼ مخور او مشران سره راغونډ سوي وه، ترڅو په ننګرهار کي د نيول سويو داعشيانو د کورنيو په هکله پرېکړه وکړي.

په دې وروستيو کي د ننګرهار ولايت په بېلابېلو ولسواليو کي د داعش ډلي سلګونه کسان افغان دولت ته تسليم سول، چي د ډېرو سره يې کورنۍ هم ملګري وې.

افغان حکومت وويل، په تسليم سويو کي ډېری ښځي او ماشومان هم دي چي ډېری يې د خيبر پښتونخوا علاقې اوسېدونکي دي. افغان چارواکو ويلي وه، چي دغه ښځي او ماشومان به د يوې جرګې له لاري خپلو کورنيو ته وسپاري.

په همدې موخه تېره ورځ د ننګرهار د قبايلو چارو رياست کي د خيبرپښتونخوا او ننګرهار قامي مشرانو جرګه جوړه کړه، ترڅو تسليم سوي کورنۍ خپلو خپلوانو ته وسپاري.

د اچین ولسوالۍ ملک عثمان وویل، ”دا ښځې او ماشومان د يوه امانت په ډول موږ دوی ته سپارو. او کوم چي پاتي سول، هغه به هم د عزت په جامه کي هغو خلکو ته سپارو چي د دوی وارثین وي.”

د خیبر د اپرېدو کوکيخېلو یو ملک عصمت الله هم په دغه پلاوی کي مل دی وايي،  افغان ولسشمر فرمان خپور کړی وو چي د داعش وسله والو د کورنیو غړي دې قبایلي مشرانو او د هغوی وارثانو ته سپارل کېږي. نوموړی زیاتوي: ”په همدې حساب موږ راغلو، دلته مو جرګه جوړه کړه، په جرګه کي فیصله وسول چي قبایلي مشرانو ته به دا ماشومان او ښځې ورسپارل کېږي او وروسته به یې دوی خپلو کورنيو ته سپاري.”