کور / راپور / په اسټراليا کي د ۱۰ زره اوښانو د وژلو کمپاين پيل سو

په اسټراليا کي د ۱۰ زره اوښانو د وژلو کمپاين پيل سو

نن په اسټراليا کي د هغه لس زره اوښانو د وژلو کمپاين پيلېږي چي د اوبو څېښلو لپاره يې د انسانانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی دی.

په استراليا کي سږ کال بېسارې ګرمي راغلې چي ډېرو ځنګلونو اور هم اخيستی او په ملينونو څاروي او ځنګي حيوانان وژل سوي دي.

د راپورونو له مخي ځنګلي اوښان چي د اوبو د سخت کمښت سره مخ دي، د اوبولپاره يې انساني مېنو ته مخه کړې او د څېښاک اوبه يې د کمښت سره مخ کړي دي.

چارواکي وایي دغه ځنګلي اوښان ډېرې زیاتې اوبه څيښي، چې وایي له کبله یې له موجودې وچکالۍ سره لاس و ګرېوان خلک د اوبو له کمبود سره مخ کړي ځکه نو یې د هغوی د وژلو پرېکړې کړې ده.

د اسټرېلیا چارواکي وایي د خلکو ابادۍ ته د ورتګ په وخت له دغو اوښانو نه یواځې ودانیو او د خلکو کورونو ته زیان رسېږي بلکې لوی سړکونه یې هم بند کړي وي چې وایي چلونکي یې له ستونځو سره مخ کړي.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي، د پوځ نښه ويشتونکي به په چورلکو کي په ځنګلونو او عامه ابادۍ کي په دغو ځنګلي اوښانو پسې ګرځي او وژني به یې. وایي په ځنګلونو کې ویشتونکي اوښان به هملته پرېږدي خو په ابادۍ کي وژل سوي اوښان به په یوه پرانیستې سیمه کې ښخ کړي.

د يوې سروې له مخي په استراليا کي دا مهال يو مليون اوښان دي او د په راتلونکو کلونو کي کېدای سي دا شمېر دوه چنده سي.